ادبي لیکني

ضمير لرم«لنډه کيسه»

سمسور

په ښي لاس کې نیولی خړ کنډول را اوږد شو: د خدای په نامه یو څه راکړه؟

مخکې له دې چې د سوالګر څېرې ته وګورم، جیب ته مې لاس کړ. شوم نه وم خو په بټوه کې مې ماتې روپۍ نه وې، په ډېرو زما زړه ونشو. ومې ویل: وبښه وروره! ماتې نلرم.

هغه وویل: خدای دې درکړي!

هغه ته له کتلو پرته روان شوم. څو قدمه وړاندې چې لاړم په ذهن کې مې دې جملې چې (خدای دې درکړي) انګازې پیل کړې. غږ اشنا و. قدمونه مې بیرته د سوالګر په لور ورغبرګ کړل. سترګو ته یې ځیر شوم. چیرته مې لیدلې وې؛ خو ولې مې ذهن ته نه راتللې. تندي ته مې لاس ونیو. هغه هم حیران راکتل. ما کړل: ته خو…

ته مې ضرور یو چیرته لیدلی یې!

هغه اندېښنې په مخه کړ.

یو دم مې زړه ټکان وخوړ. پرند…!

پرنده ته!

ته ولې داسې شوی یې؟ ستا کیڼ لاس چیرې. غم مې عصبي ټکانونه راکول. پښو ته یې ځير شوم: او دا ستا پښې! ستا پښې چیرې دي؟

په سترګو کې یې اوښکې راغلې! مخ یې واړاوه.

زه یې بیا مخې ته ودرېدمه! پرنده! ته ولې نه غږېږې! په تا څه شوي؛ مخ ولې را نه ګرځوې، څېره ولې پټوې.

هغه وویل: زه دې نه پېژنم! څوک یې وروره؟

په تېزه مې وویل: درواغ وایې! ته ما پېژنې. ته خو یو تکړه رسام او انځورګر وې! داسې نه وې.

مخ یې راوګرځاوه، په قراره یې وویل: ما ولې ښاریانو ته شرموې؛ خیر ده لاړ شه.

بکسه مې له اوږې ښکته کړه او ورسره کېناستم. کړه مې: پرنده! دا ولې؟ اخیر ولې؟

په ستوني کې یې چیغې راټولې شوې؛ غږ یې بدل شو. مړ ژواندي مخ باندې یې څو د غم لیکې ښکاره شوې. په غوسه یې وویل: ما پرېږده سمسوره! لاړ شه؛ ولې راپورې خاندې!

ومې ویل: تا وپېژندم اوس دې کله پرېږدم.

له لاسه مې ونیو. په غېږ کې مې ویلچیر ته پورته کړ. هغه خپل همت کاوه او زه یې نه پرېښودم، چې ویلچیر ته یې ورپورته کړم؛ خو زه ډیر دردېدلی وم. هغه مې داسې نشوای لیدلی.

***

هوټلچي ته مې وویل: دوه کبابونه راوړه.

د پرند په څیره کې تته موسکا پرته وه. داسې موسکا لکه کال وړاندې یې چې په خپل نندارتون کې د انځورونو، نقاشیو، رسمونو او خطاطي لیکونو د لګولو پر مهال وه؛ مګر هلته یې کله ناکله موسکا په خندا هم بدلېدله.

کباب راوړل شو. پرند ته مې ډوډۍ څو ټوکړې کړه. هغه مې لاس ټيل واهه: پرېږده زوروره! لا خو ژوندی یم. ډوډۍ پرې کولی شم.

د خوراک په منځ کې مې ترې وپوښتل: دا هر څه ولې؟

ستاکیڼ لاس، دواړه پښې، ښکلې جامه او روغ سیرت څه شول؟ دا د کوم ظالم ښکار شوې؟

ویې ویل: په کابل ښار کې مې چې نندارتون پای ته ورسېده، لاس ته راغلې پیسې مې کور ته یوړې، ښه ژوند مې پیل کړ. د نویو تابلوګانو پر جوړولو مې کار شروع کړ؛ خو نه پوهېږم کومو سترګو وخوړو. د تورې شپې په درنې خاموشۍ کې څو سخت اوازونه شول او زما روغه دنیا د تل له پاره ویجاړه شوه. اباد کور مو لوټې لوټې، د خاورو امبار او کنډواله شو. میرمن، یوازینی اولاد، کشری ورور، مور، پلار او کونډه وریندار مې هم له دریو وریرونو سره له لاسه ورکړل. په ژوندینې مړ شوم. هره خوا مې چیغې او فریاد وکړ؛ خو چا وا نه ورېده. دا چې یو لاس او دواړه پښې مې له لاسه ورکړي وو. له هر کاره ولوېدلم. وخت تېرېده. د وجود ځواک او د زړه زور مې له لاسه ورکاوه او ان تر نننه دغه سلسله روانه ده. له مزدورۍ، رسامۍ، خطاطۍ او انځورګرۍ ولوېدلم. هر انځور مې چې رسماوه، درد او غم به پکې منعکس و او دې وطن کې څوک غم نه غواړي؛ خوشحالي لوټوي؛ خو خوشحالي له ما کډه کړې وه. تر یو څه وخته لیرې او نیږدې خپلوانو مرسته راسره کوله؛ خو چې دوه ورځې مې نهارې تیرې کړې؛ نو سوال ته مجبور شوم. کلی او ښار مې له تربورونو ډک وو؛ نو زړه مې وکړ، چې دې ولایت ته راشم. پر مخ یې اوښکې راغلې او وروستۍ جمله یې وویله: اوس دا دی سوال کوم.

زړه مې ډیر بد شو. په خپل انسانیت وشرمېدم. د پرند په ټولو تربورونو مې لعنت ووایه، چې یو زړه ماتی خپل نشي ساتلی. ترې و مې پوښتل: نو له خپلوانو به دې یو څه غوښتي و.

په خواره خوله یې وویل: ضمیر لرم! تربور نه مرګ هم نه غواړم؛ ژوند خو لا ډیره لیرې خبره ده.

سر مې وځړاوه او داسې مې حس کوله چې زما ضمیر او زړه هم د پرند د تربورونو په څير دی؛ ځکه زه هم له هغوی سره په یوه اړیکه کې شریک وم او هغه اړیکه د انسانیت وه، چې په هغوی کې نه و.؛ خو جوړښت او اسکلېټ یې د انسانانو وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close