دیني، سیرت او تاریخ

بنده بايد په خپل رب ښه ګومان ولري

نصيرتکل

ابن حبان يو قدسي حديث را نقل کړى دى، چې الله تعالى فرمايلي دي ((أنا عند ظن عبدي بي؛ فليظن بي ما شاء))
زه له خپل بنده سره د هغه له ګومان سره سمه معامله کوم نو چې څنګه يې خوښه وي،پر ما دې همغسې ګومان وکړي.

امام شوکاني رحمه الله وايي: که چا پر خپل رب ښه ګومان وکړ؛ نو الله تعالى به ورسره دهغه له ګومان سره سمه معامله وکړي او که پرخپل رب يې بد ګومان وکړ؛ نو الله تعالى به ورسره دهغه له ګومان سره برابره معامله وکړي.

نو په بنده لازمه ده چې په خپل رب به ښه ګومان لري، اې زما ګرانه وروره لطفاً په خپل رب ښه ګومان ولره تر څو هغه ستا سره ستا د ښه ګومان مطابق کړنه تر سره کړي، داد الله تعالى وعده ده چې الله تعالى له خپل بنده سره د هغه دګومان مطابق معامله کوي، دالله تعالى وعده تر ټولو رښتينې وعده ده، هغه هيڅکله دخپلې وعدې خلاف نه کوي.
الله تعالى فرمايي(إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ) ژباړه: الله هیڅكله له خپلي وعدې څخه اووښتونكى نه دى.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omair mustafa

Beshak Allah taala der mehraban zaat dai aw da d Allah ghairat kala qablawi che banda ye haghe na goman aw omed walari aw Allah taala warta war nakri. Allaho akbar

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close