نړۍ

پاکستان د چین څخه ۶ عصري آبدوزونه رانیسي

9-209-1400-submarineنن ټکی آسیا: پاکستان فیصله کړې چي د چین څخه ۶ نوي آبدوزونه رانیسي.

د خبر له مخي ویل شوي چي د چین څخه به پاکستان (یوان ۰۴۱ کنګ کلاس) ابدوزونه رانیسي.

دغه ابدوزونه د چین د سمندري ځواکونو لپاره جوړ شوي دي، او ددې رنګه بیړیو خصوصیت دا دی چي د aip یو ځانګړی خصوصي نظام لري، په کوم چي کولای سي تر ډیره وخته د سمندرونو په تل کي واوسیږي.

او همداسي ویل کیږي دغه بیړی کولای سي چي د ایټم بمونو سرګلولې هم له ځانه سره انتقال کړي.

د تفصیلاتو سره سم ددغه ابدوزونو امتحاني پروسه په چین کي شروع شوې، او د اطمینان وروسته به د پاکستان په ولکه کي ورکول کیږي.

د پاکستان سمندري ځواکونو هغه وخت غټه ضربه وخوړله کله چي یو څو تنه وسلوال په کراچي کي ددغه ځواکونو یو ستر هوايي ډګر ته ننوتل، او هلته يې ددغو ځواکونو ۳ امریکايي عصري الوتکي وراني کړې، چي له امله يې د بحري ځواکونو پر خپل سمندر کنټرول خورا زیانمن سو، خو تمه کیږي چي په دغه نویو سودا به پاکستان بیرته خپل ځواک تر یو حده پیاوړی کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x