ټولنیزه برخه

وباګانې عذاب نه دي/ جاوید چودري

ژباړه: محمد یعقوب حامد

وباګانې که عذاب وای طاعون به هیڅکله هم د عاشق الرسول [صلی علیه وسلم] حضرت ابوعبیده بن الجراح [رضی الله تعالی عنه] د پښو خاورو ته نه وای رسیدلی ـ

دی قریش و، ۲۸ کاله یې عمر و، کله چې حضرت ابوبکر الصدیق [ض] اسلام راوړ په راتلونکې ورځ یې ده هم اسلام قبول کړ او بیا یې ټول ژوند د اسلام لپاره وقف کړ، رسول الله [ص] حکم وکړ، ده حبشې  (ایتوپیا) ته هجرت وکړ، بیرته یې راوغوښت، بیرته راغی، رسول الله [ص] چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړ، دی هم مدینې ته لاړ ـ

د بدر د غزا پر مهال یې پلار د کفارو په لښکر کې و، د تورې ګذار یې پرې وکړ او ويې واژه، دا یوه قرباني وه، داسې قرباني چې په قرآن کریم کې پرې آیت نازل شو او د همیشه لپاره امر هم شو، له نبي اکرم [ص] سره په هره غزا کې ګډون کونکی و او د ده [ص] په حکم به په هر جګړه کې شریک و او بریمن به بیرته راستنیدی، دی د رسول الله [ص] په هغو لسو ملګرو [عشره مبشره] کې هم و چې په دنیا کې پرې د جنت زیری شوی و، د حضرت ابوبکر [ض] د خلافت په دوران کې د پوځ سالار و ـ

حضرت عمر فاروق [ض] د ده د سادګي او میړانې ستایونکی و، کله چې خلیفه شو، دی یې راوغوښت او د ټول اسلامي پوځ اعلی سرلښکر یې وټاکی، دی پر آس سپور شو، مسلمانانو د ده تر قیادت لاندې د قیصر او کسری واکمنۍ تر پښو لاندې کړې او تر بیت المقدس پورې ورسیدل، په آخیر کې يې په شام کې د اوسنې اردن سیمه فتحه کړه، هغه مهال چې اسلامي لښکر ډیره برخه د ده تر قوماندې لاندې وه په شام او عراق کې قحطي راغله، ده پوځي عملیات ودرول، له قحط او خشک سالي نه د خلګو په ایستلو کې مصروفه شو، قحط لا نه و ختم چې په شام کې طاعون هم خپور شو، په دې مهال اسلامي لښکر په حمص کې ووـ

ده خپل ځان تر پوځي قرارګاه محدود کړ، حضرت عمر فاروق د شام په دوره راوتلی و، کله چې د شام سرحد ته ورسید د طاعون نه خبر شو. د بیرته تګ اعلان یې وکړ، دا خبر حمص ته هم ورسید، دی پر آس سپور شو او سیده د خلیفه حضور ته حاضر شو، په مسکا یې خلیفه ته وویل “امیرالمؤمنینه ته د الله تعالی له رضا نه تښتې؟” حضرت عمر [ض] ده ته وکتل، له څه ځنډ وروسته یې وفرمایل” دا خبره که بل چا کړې وای  ما به افسوس نه وای کړی” حضرت عمر [ض] خاموشه شو او وروسته یې وفرمایل” هو! زه د الله تعالی له رضا نه تښتم مګر د الله تعالی د رضا پر لورې” حضرت عمر [ض] دا هم وویل” رسول الله [ص] د وبا سیمې ته له داخلیدو نه منعه فرمایلې”ـ

امیرالمؤمنین ده ته د مدینې د تګ مشوره ورکړه مګر حضرت ابوعبیده [ض] په دې ستونزمن حالت کې خپل لښکر پریښودلو ته تیار نه شو او حمص ته بیرته وګرځید، طاعون حمص ښار ته ورسید او اسلامي پوځ ته یې هم سرایت وکړ او مسلمان سرتیري یو پر بل پسې وفات کیدل، حضرت عمر فاروق [ض] په هر صورت د ده د ژوند ساتل غوښتل، امیرالمؤمنین له ځانه بعد د ده خلیفه کیدل هم غوښتل، د ده دا نظر و چې د ده په څیر بل تجربه کاره او پوه کس نشته له همدې امله یې ده ته لیک ولیږی، هغه لیک یواځې لیک نه بلکه حکم و او په دې حکم کې خلیفه فرمایلې و” دا لیک که تاته ماښام ورسید تر سهار مخکې راروان شه او که سهار ورسید تر ماښام مخکې راروان شه زما تا ته ډیر زیات ضرورت دی”مګر دی د خلیفه په نیت باندې پوه و ـ

دی پوهیدی چې خلیفه د ده ساتنه غواړي له همدې امله یې خلیفه ته ولیکل” زه پوهیږم چې ما ولې غواړئ؟ زه په دې حالاتو کې خپل لښکر یواځې نشم پریښودی ” ورسره یې یو لیکلی حدیث هم ولیږه، رسول الله [ص] فرمایلي چې په کومه سیمه کې چې وبا خپره شي تاسې هیڅکله هم مه ترې وځئ” حضرت عمر [ض] چې کله لیک ولوست تر سترګو یې اوښکي وبهیدې، لیدونکو وپوښتل “ابوعبیده [ض] وفات شوی؟” ده په ځواب کې وویل چې نه اوس نه مګر ډیر ژر به وفات شي”ـ

هو! د ده نوم حضرت ابوعبیده بن الجراح [ض] و، له عشره مبشره نه و، د اسلامي امت دماغ او زړه و، دا هغه یواځنې صحابي و چې حضرت عمر [ض] ده ته لیک ولیږی او له مرګه د تښتیدلو مشوره یې ورکړه مګر ده پر اطاعت او حکم منلو د یقین باوجود انکار وکړ او دا انکار یې د ژوند لومړنی او وروستنی انکار شو، کله چې حضرت عمر [ض] د ده انکار واورید په ځواب کې یې ورته ولیکل ” ای د الله بنده بیا نو کومې ټیټې سیمې ته خو ولاړ شه” ده دا حکم ومانه او له حمص نه جابیې ته لاړ، دا سیمه د اردن وادي او ګولان د لوړو تر منځ وه ـ

صحت بخښونکې سیمه وه مګر مرګ د ده تر شا و، په ۱۸ هجري قمری کال کې طاعون ونیوی، څو ورځې ناروغه و او بیا د همدې ناروغي له امله وفات شو، له ده وروسته معاذ بن جبل د پوځ اعلی سر لښکر وټاکل شو او څو ورځې وروسته دی هم د طاعون ښکار شو او وفات شو له دې وروسته لائنونه جوړ شول، د اسلامي لښکر نیمایې ته نږدې د همدې وبا له امله وفات شول، په هغوې کې بې شمیره جید صحابه کرام هم وو، حضرت ابوعبیده [ض] یې په جابیه کې خاورو ته وسپارې ـ

امیر تیمور چې کله اردن فتح کړ جابیې ته ولاړ، د ده [ض] مزار یې ولید، حالت یې ښه نه و، امیر د ده تابوت پورته کړ او ازبکستان ته یې یووړ، په قرشي ښار کې یې شانداره مزار ورته جوړ کړ او دی یې هلته خاورو ته وسپاره، ما ته د ده پر مزار د حاضريدو سعادت را نصیب شو، ما هلته په اردن کې هم د ده په اصلي مزار د حاضریدو هیله درلوده، مګر په نصیب کې مې نه و، ما هڅه هم وکړه مګر لاره ډیره اوږده وه او راتلونکې ورځ زموږ الوتنه وه، دعا مې وکړه او بیرته راغلم هیله لرم چې په آینده کې به ان شاءالله ضرور ورته حاضريږم ـ

موږ ګنهګاره مسلمانان یو، او زموږ د ګنهګارو ایمان دی چې د نبي اکرم [ص] د ملګرو په څیر مسلمانان به بیا د ځمکې پر مخ نه راځي، موږ (نعوذ بالله) د عشر مبشره په ایمان کې د شک تصور هم نشو کولې، زه په وهم وهم کې له تاسو پوښتم چې” آیا الله تعالی (نعوذ بالله) له حضرت ابوعبیده بن الجراح [ض] نه ناراضه و؟ او یا آیا (نعوذ بالله) حضرت عمر فاروق [ض] هم پر خپل ایمان او د الله تعالی پر مشیت شک و؟ نه هیڅکله هم نه، دا پوښتنه پیدا کیږي چې کله حضرت عمر [ض] د طاعون نه خبر شو د شام له سرحده بیرته ولې راوګرځید؟

آیا تاسې نه پوهیږئ چې مرګ او ژوند د الله پاک په اختیار کې دي او کله چې الله تعالی ونه غواړي مرګ د ده په لورې کتلای هم نشي او آیا په عشره مبشره کې داخل حضرت ابوعبیده بن الجراح په دې نه پوهیده چې که حمص وي یا جابیه او یا هم مدینه کله چې زما عمر مهلت ختم شي بیا ما څوک نه شي ساتلی او که الله تعالی ما محفوظه کوي زه که هر ځای ته لاړ هم شم د دنیا هیڅ ځواک هم زما یو ویښته نشوای بیځایه کولی او آیا دی [رض] په دې نه پوهیدی چې ژوند او مرګ دواړه د الله پاک په لاس کې دي او که د طاعون په ناروغي زه مصاب هم شم او مدینې منورې ته لاړ شم، د الله تعالی له مرضي پرته دا ناروغي بل چا ته نه انتقالیږي او آیا دا دواړه عشره مبشره حضرت عمر فاروق او حضرت ابوعبیده بن الجراح [ض] په دې نه پوهیدل چې مدینه منوره د دنیا برکتناکه ښار دی ـ

په دې خاوره کې سرورکائنات پروت دی، د دې ښار په فضا کې ملکې درود وایې که د طاعون پلار هم راشي د رسول الله د ښار اوسیدونکېو ته به نقصان ونه رسولای شي، دوې دواړه که به دې حقیقت خبر وي بیا حضرت عمر [ض] له د شام له سرحده بیرته ولې راوګرځید او حضرت ابوعبیده [ض] له اردن نه د راوتلو نه ولې انکار وکړ، دیوه بیرته تګ او د هغه بل انکار دا نه ثابتوي چې ایمان یو شی دی او وبا بل، مرګ بې له شکه د الله پاک په لاس کې دی مګر د ژوند حفاظت د انسان تر تولو لوی فرض دي ـ

الله تعالی په کارو غرض مه لرئ او خپل فرض فرض وبولئ او پر ځای یې کړئ، د حضرت عمر فاروق او حضرت ابوعبیده بن الجراح د دواړو په سنتونو عمل وکړئ او د وبا سیمې ته مه ننوځئ او که د وبا په سیمه کې اوسئ بیا نو له هغې سیمې مه راوځئ حتی مدینې ته هم مه ځئ ځکه چې موږ تر حضرت ابو عبیده بن الجراح د رسول الله [ص] ډیر عاشقان نه یو او ده [ض] د ناروغې د خپریو له ویرې  هغه ښار ته له ننوتلو هم نه انکار وکړ کوم چې ده د هغه د مالک [ص] خوښي لپاره د خپل پلار سر هم قربان کړ ـ

زه له څه مودې راهیسې د خپلو مسلمانانو وروڼو نه اورم چې کرونا د الله تعالی له لوري عذاب دی تر څو چې موږ کعبې شریفې، مسجد نبوي او نورو مساجدو ته لاړ نشو او توبې ونه باسو الله تعالی تر هغه له موږ نه نه راضي کیږي، کله چې زه دا خبرې آورم ماته د قرشي ښار هغه د سپوږمې نیمه شپه را یاده شي چې زه د حضرت ابوعبیده [ض]د مزار په دروازه کښیناستم او د خپل ځان او کورنۍ لپاره مې د مغفرت دعا وکړه ـ

ماته هغه شپه، نیمه سپوږمۍ، او خپلې اوښکې را یادې شي، وباوې که عذاب وای طاعون به هیڅکله هم د عاشق الرسول [ص] حضرت ابو عبیده [ض] د پښو خاورو ته نه وای رسیدلې، وباوې عذاب نه دي، نه د ګناهونو نتیجه ده، دا یواځې آزمویښت دي او آزمویښت یواځې او یواځې په صبر، برداشت او حوصلې پای او حل مومي، موږ باید د چین په څیر حوصله، د ایټالیا او فرانسې په څیر برداشت او د امریکا او بریتانیې په څیر صبر ولرو، دا آزمویښت هم بالاخره تیر شي او د ژوند قافله به په هر حال کې بیرته روانه شي، مګر بس تاسې حوصله وکړئ، برداشت وکړئ او صبر وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx