نظــر

د کُرونا ننګونه او فرصت: د کاردان تجربه

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ د استاد ښاغلي ذاکر جلالي لیکنه

د کرونا ویروس له امله د راغلي کړکېچ په تړاو ډېری د نظر خاوندان بحثونه کوي. د پام وړ برخه د نظر خاوندان پر دې باور دي چې له کرونا وروسته نړۍ به له کرونا مخکې نړۍ په پرتله ډېره بدله وي. نړۍ یو داسې حالت تجربه کوي چې مخکې يې بېلګه نه ده لیدل شوې. تولیدي چاري او اقتصادي ماشین درېدلی، کارونه ځنډېدلي، د ګلوبلازېشن د څپې په پایله کې چې د تګ راتګونو کومه کچه رامنځ ته شوې وه، د کرونا ویروس له لاسه په ټپه ودرېده. د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډک هوايي ډګرونه او هوايي لیکې ولاړې دي. دا ټولې درېدلې چارې بې له شکه چې د پاموړ اقتصادي تاوان له ځان سره لري. ډېرو خلکو یا دندې له لاسه ورکړې او یا یې عاید کم شو.

په دې ولاړ وضعیت کې د نړۍ ډېرو ادارو په تېره ښوونیزو ادارو، پوهنتونونو او ښوونځیو خپلې چارې انلاین کړې. په افغانستان کې هم ځینو پوهنتونونو خپل ښوونیز بهیر انلاین کړ. طبیعي چې په دې نوې تجربه کې به ټول بریالي نه وي. مګر مهمه دا ده چې ځینې پوهنتونونه وتوانېدل چې د کرونا چیلینج په بریالیتوب سره په یوه فرصت بدل کړي.

د ارتباطاتو ټکنالوژي
د کمیونیکېشن یا ارتباطاتو ټکنالوژۍ له ارزښت مخکې هم سترګې نه شوای پټېدای؛ خو اوس یې اړتیا عملاً تر بل هر وخت ثابته شوه. اوس چې د کرونا له امله د نړۍ کابو ټول مهالوېشونه ځنډېدلي دي، د همدې ټکنالوژۍ پر مټ ځینې چارې لاهم پر مخ ځي. ډېری مهم نړیوال کانفرانسونه د انلاین میټینګونو د اپلکېشنونو له لارې وشول. د کرونا د کړکېچ پرمهال یو له هغو اپلکېشنونو چې کارونه یې ډېره زیاته شوه، «زوم» اپلکېشن دی. دغه حالت ته په پام سره، تازه فېسبوک په مسینجر او وټس اپ کې هم د کانفرانس اسانتیاوې زیاتوي.

زوم اپلکېشن په زړه پورې ځانګړنې لري. که یې پریمیوم واخیستل شي، په نامحدود ډول په کې انلاین ويډیو او اډیو کانفرانس کېدای شي. سلګونه ګډونوال هم په یوه وخت کې په کې ګډون کولای شي. ډېرې نورې اسانتیاوې هم لري. هر کانفرانس په ویډیو او اډیو ډول ریکارډ کېدای شي او په پای کې يې ان هغه چیټ هم په منظم ډول ترتیبېږي چې د کانفرانس پرمهال د ګډونوالو ترمنځ شوی وي. له دې سره، که ویناوال وغواړي چې خپل تیار کړی پریزینټېشن له لیدونکو سره شریک کړي، د پاڼې د شریکولو له لارې تیار شوی پرېزېنټېشن ټولو ګډنوالو سره شریکېدای شي.

له دې ننګونې ښه استفاده
موږ د مارچ پر ۱۴مه، یوازې یوه ورځ د سمسټر د لومړۍ ورځې تدریس کړی و، چې حکومت تعلیمي ادارې تر یوې میاشتې رخصت اعلان کړې. د کاردان پوهنتون رهبرۍ پر بدیل فکر وکړ. بدیله لار انلاین زده‌کړه وه. دا یوه داسې بدیله طرحه وه چې مخکې نه وه تجربه شوې. دا طرحه هغه وخت ډېره غیرعملي او تر ډېره خیالي برېښېده. ان د پوهنتون کارمندانو ته ستونزمنه برېښېده چې په دې وطن کې چې ډېرې ستونزې دي او ښوونیز نظام په عادي حالت کې ننګونو سره مخ وي، په انلاین ډول به څنګه ممکن وي چې زده‌کړې پرمخ یوړل شي.

کله چې پوهنتون پرېکړه وکړه چې زده‌کړې په انلاین بڼه تنظیم شي، استادان اړ ول چې پاور پواینټ کې ترتیب شوو لیکچرونو سره غږیزه تشریح هم ریکارډ کړي. له نېکه مرغه پاور پواینټ دا آپشن درلود. که څه هم په لومړیو کې دا چاره استادانو ته هم یو څه نوې وه؛ خو ډېر ژر ورسره بلد شول او محصل لپاره یې چې مواد سیسټم ته پورته کول، ټولو سره یې غږیزه تشریح هم ریکارډ کوله. خو د لوړو زده‌کړو وزارت پر دې نه و قانع او غوښتنه یې دا وه چې د ښوونیز نظام یوه اړتیا دا هم ده چې د استاد او محصل ترمنځ باید مخامخ خبرې اترې وي. د دې کمي د پوره کولو لپاره زوم اپلکېشن په پام کې ونیول شو.

اوس لیکچرونه په دوو بڼو تر محصلینو رسېږي. لومړی د یوې اوونۍ درسي موادو سره استاد لنډه غږیزه تشریح هم ریکارډ کوي او سیسټم ته یې پورته کوي. محصل واردمخه هغه لوستي او اورېدلي وي. بیا په ټاکلي وخت استاد او محصلین ټول د زوم په ځانګړي میټینګ کې انلاین کېږي، هلته استاد په لنډ ډول ریکارډ شوی درس بیا تشریح کوي، له محصلینو پوښتنې کوي، بحث او مباحثه کوي…په ټوله کې هڅه دا ده چې حضوري صنف ته ورته ماحول جوړ کړي. دا یوه کامیابه تجربه ده. که څه هم دا وضعیت زموږ انتخاب نه دی او د کرونا کړکېچ له امله پر ټولو تپل شوی حالت دی؛ خو دا ننګونه په دې ډول پر فرصت بدله شوه چې هم محصلینو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ او د ټکنالوژۍ له کارونې سره لا ښه بلد شول.

نو ټکنالوژۍ سره بلد شئ!
دغه حالت سره د ښه چلن په امید ډېرو نورو پوهنتونونو هم د انلاین زده‌کړو تیاری پیل کړی. تر کومه چې زه معلومات لرم، ښايي ډېر لږ پوهنتونونه په دې چاره کې بریالي شي؛ ځکه ډېرو پوهنتونونو په عادي حالت کې له ټکنالوژۍ لازمه ګټه نه پورته کوله. کاردان پوهنتون د افغانستان د نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو په پرتله د ټکنالوژۍ له اسانتیاوو له پخوا ګټه پورته کوله. ټول درسي او اضافي مواد، محصل ته ورسپارل کېدونکي کارونه، حاضري او داسې نور په انلاین ډول له پخوا تنظیم شوي وو. کله چې د کرونا کړکېچ راغی، که څه هم ډېره ستونزمنه وه؛ خو بیا هم پوهنتون وتوانېد چې دغې ننګونې سره د ټکنالوژۍ پر مټ ښه مقابله وکړي. اوس چې زموږ د انلاین زده‌کړې تجربه له یوې میاشتې اوړي، تر ډېره یې یوه ښه د کامیابۍ کیسه ګڼل شو.

د کرونا په نتیجه کې راغلی کړکېچ یو عمده درس دا دی چې ښايي ټکنالوژۍ سره واردمخه اشنا اوسو. دا چې کاردان پوهنتون توانېږي چې خپلو ټول نظام انلاین کړي او تر ډېره یې په کامیاب ډول پرمخ بوځي، یو عمده لامل دا دی چې استادان او محصلین له مخکې ټکنالوژۍ سره اشنا وو. کله چې حضوري صنف غیرممکن شو، په اسانۍ سره یې سیسټم انلاین کړ.

ماته په شخصي ډول دا یوه ډېره ښه تجربه او هیلې بښونکې چاره ده. له دې ځانګړي وضعیت وړاندې ډېره ستونزمنه وه چې چا دې د دې وړاندوینه کولای شوای چې موږ به وتوانېږو په انلاین ډول زده‌کړې تنظیم کړو. خو مخکېنی تیاری، د وضعیت ښه مدیریت او عزم او ارادې دا هر څه ممکن کړل. که موږ تصمیم ولرو او ورته جدي کار وکړو، ډېر څه کولای شو!

نو له ټکنالوژۍ پر وخت استفادې موږ وتوانولو چې دا چیلینج پر فرصت بدل کړو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx