افغانستان

کرزی: بهرنیان دې د افغانانو په وړاندې عملیات ودروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» د یوې اعلامیې له لارې پر بهرنیانو غږ کړی، څو د افغانستان د خلګو په وړاندې ترسره کېدونکي عملیات ودروي.

کرزي دغه څرګندونې د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو د خپاره شوي راپور په غبرګون کې کړې. ده ویلي، په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا د توافقنامې د لاسلیک او د سولې د هڅو  له پرمختګ سره، سره د ملکي وګړو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی، چې د اندېښنې وړ دی.

نوموړي وړاندې په بهرنیانو غږ کړی، چې د افغانستان د خلګو په وړاندې عملیات ودروي او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې له «ورور وژنې» لاس واخلي او د سرتاسري سولې د تامین او بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هڅې وکړي.

کرزی داسې مهال په بهرنیانو باندې د عملیاتو درولو غږ کوي، چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د شوې توافقنامې په خلاف بهرنیانو له خپلو کورنیو همسنګرو سره په شپنیو چاپو او عملیاتو کې برخه اخستې او ملکي وګړو ته يې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي.

په ورته وخت کې حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو د نیولو په موخه عملیات پیل کړي؛ خو طالبان وایي، تر خپله وسه یې بریدونه کم کړي او یوازې هغه ځای جګړه کوي، چې ورته اړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx