لیکنېنظــر

د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما وروستي راپور ته کتنه

ټول اړخونه بايد پر دې تمرکز وکړي چې خبرې ژر تر ژره پيل شي او خبرو ته ورځې وشماري نه اوونۍ او مياشتې

ليکنه: ابراهيم توريال

لومړی راځئ ځينې شمېرې وګورو چې په راپور کې يادې شوي.

د ۲۰۲۰م کال په لومړيو درېوو مياشتو کې له ۵۳۳ زيات ولسي خلک وژل شوي او ۷۶۰ تنه ټپيان شوي. تاوتريخوالی د امريکا او طالبانو د تړون له لاسلیک وروسته مارچ مياشتې کې زيات شوی.

حکومت-ضد وسله وال د ۵۵٪ ملکي تلفاتو مسؤول بلل شوي چې ۲۸۲ تنه يې وژلي او ۴۲۸ يې ټپيان کړي.

حکومت-پلوه ځواکونه د ۳۲٪ ملکي تلفاتو مسؤول بلل شوي چې ۱۹۸ تنه يې وژلي او ۲۱۴ يې ټپيان کړي.

۱۰٪ تلفات د متقابلو بريدونو په مينځ کې ايسارېدو يا نورو اړخونو ته منسوب شوي.

په مشخصه توګه، د راپور له مخې:

۱. طالبانو = ۳۹٪ يا ۵۰۴ تنه وژلي/ټپيان کړي.
۲. داعش = ۱۳٪ يا ۱۶۹ تنه وژلي/ټپيان کړي.
۳. نامعلومو حکومت ضدو = ۳٪ يا ۳۹ تنه وژلي/ټپيان کړي.
۴. حکومتي ځواکونو = ۲۱٪ يا ۲۷۱ تنه وژلي/ټپيان کړي.
۵. ايساف = ۸ ٪ يا ۱۰۳ تنه وژلي/ټپيان کړي.
۶. نورو حکومت پلوو ځواکونو = ۳ ٪ يا ۳۹ تنه وژلي/ټپيان کړي.

طالبانو ته منسوب شوي ملکي تلفات د تېر کال همدغې مودې په پرتله ۲۲٪ زيات شوي چې تر ډېره يې لامل په هدفي وژنو او بې محکمې وژنو کې زياتوالی دی، په ځانګړي ډول د کندهار او هلمند په څېر جنوبي ولايتونو کې.

دلته يو څو ټکي د يادولو وړ دي:

۱- طالبان هغه دولتي کارکوونکي چې ملکي دندې پر مخ بيايي په ملکي تلفاتو کې نه شمېري او د ولسي تلفاتو په اړه خپلو راپورونو کې يې نه منعکسوي.

۲- يوناما د طالبانو هغه کسان چې په ورته ملکي دندو بوخت دي، په ملکي تلفاتو کې نه شميري. کېدی شي سبب يې د طالبانو په اړه د معلوماتو کموالی يا سياسي وي.

حکومت پلوو ځواکونو د حکومت ضدو په پرتله دوه چنده زيات ماشومان وژلي/ټپيان کړي او عمده لاملونه يې هوايي بریدونه او غيرمستقيمې ډزې ښودل شوي.

سره له دې چې حکومت پلوو ځواکونو د کال په لومړيو کې کم ملکي تلفات اړولي، په مارچ کې يې کچه په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د زياتوالي له کبله لوړه شوې.

په ولسي خلکو کې ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن شوي:

د ماشومانو مرګ ژوبله ۴۱۷ وه چې ۱۵۲ وژل شوي او ۲۶۵ ټپيان شوي او ۳۲٪ جوړوي.

د ښځو مرګ ژوبله ۱۶۸ وه چې ۶۰ پکې وژل شوي او ۱۰۸ ټپيانې شوي او ۱۳٪ جوړوي.

سره له دې چې دغه شمېرې بوږنوونکې دي، د تېر کال همدې مودې په پرتله پکې ۲۹٪ کمښت راغلی او له ۲۰۱۲م کال راهيسې تر ټولو ټيټ ارقام دي. که چېرې په مارچ کې تاوتریخوالی نه وی زيات شوی، دا به په دې مودې کې تر ټولو ټيټ ولسي تلفات وی.

د تلفاتو دغه زياتوالی څو لاملونه ته منسوبېدی شي:

۱- د مارچ په لسمې نېټې د بين الافغاني خبرو نه پيلول.
۲- د بنديانو د تبادلې ورووالی.
۳- له خبرو وړاندې د نظامي ډګر د لاس ته راوړنو له پاره سيالي.
۴- د اورکم په تداوم يا اوربند رامينځته کولو کې پاتې راتګ.
۵- د کورونا وبا له کبله را مينځ ته شوی ځنډ.

حکومت بې قيد او شرطه اوربند غواړي او طالبان وايي چې د بنديانو د تبادلې تر بشپړېدو بين الافغاني خبرې نه شي پيلېدی. د دواړو لورو د دريځونو پايله د نورو سلګونو ولسي وګړو مړينه او معيوبيت شو.

که دواړه لوري دغه بهير ته په اړينې عجلې قائل شوي وی، کېدی شي دغو سوونو ولسي وګړو به خپل ژوند او د بدن غړي له لاسه نه وی ور کړي او کورنۍ به يې د غم پر ټغر نه وی ناستې.

د جګړې په پای ته رسولو کې د دواړو لورو له خوا هرې درې مياشتې نور ځنډ به د لږ تر لږه نورو ۱۵۰۰ ولسي وګړو د مړينې او معيوبيت په معنیٰ وي.

دا ولسي وګړي زمونږ پلرونه، ميندې او کوچنيان دي. د هغوی ژوند ارزښتناک دی او پر ټولنې مو نه جبيره کيدونکی اغېز پريباسي. د دغو ټپونو رغېدل به کلونه وخت ونيسي.

دواړه لوري باید په دې پوه شي چې څومره ژر خبرې اترې پيل شي، هومره ژر به د دې جوګه شو چې دغه ناورين ته د پای ټکی کیږدو. ټول اړخونه بايد پر دې تمرکز وکړي چې خبرې ژر تر ژره پيل شي او خبرو ته ورځې وشماري نه اوونۍ او مياشتې.

څه شی چې تر هر څه وړاندې يې اړتيا ده، هغه اورکم دی چې په ترڅ کې به يې د جګړې دواړه لوري خپل اختلافات هوار کړي او عادي افغانانو ته به پکې د نسبتاً عادي ژوند فرصت برابر شي.

افغان پاليسي ټویټر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx