
استاد محمد زمان مزمل
پدې کې شک نشته چې د طالبانو مقاومت د نړۍ په تاریخ کې یوه د څیړنې وړ تحول او موړ وه.
طالب په یو سر او یو عنوان د امریکا او اته څلویښت ملګرو سره د اتلسو کلو په اوږده زمانه کې وجنګید او د شوروي په شان نه عربانو حمایه کړ او نه هم د پروني امریکا او غرب غوندې تر شا ولاړ و چې د مجاهدینو تر شا ولاړ وه تر شا یې څوک هماغسې ونه دریدل
او په داخل کې هم نظر د طالب ټکري پالیسۍ ته چې ټول جهادي ګوندونه یې ګواښلي وو له دوی سره څوک ونه دریدل ولې بیاهم د هغوی جٌجرو کې دومره څه وه چې آن د مذاکراتو په دوران کې یې هم د خلیلزاد په روایات داسې چنې او جدلي مباحث درلودل چې خلیلزاد پکې دا پر هغوی زیات وګڼل.
تر دې ځایه چې څه مو وویل دا پر حق دي ولې دا چې طالب د جنګ په میدان کې چا حمایه نکړ او نن یې د سیاست په میدان کې نیم افغانستان تر شا ولاړ دی او مسکو ته ورغلي مشران ددغې خبرې یو ژوندی ثبوت وه
ولې طالبان له خپل ملت سره پدې وروستیو څلورو کلو کې چې زمینه ښه ورته مساعده ده له ملت سره او ډلو سره له ښکاره تفاهم او بحث نه ډډه کوي بلکې هاغه د قطر په جلسه کې یې هم د خپلو نخبه شهیدانو یو زوړ اکا او یا مشر خان لالا له ځان سره په یو بدل واسکټ کې ملګری نکړ.
په سیاسي جاده کې د طالبانو دا یوه ستوی تګ مبادا د افغانستان خلکو ته دا تصور ورکړي چې طالبان د خپلې فتحې په نشه کې دي.
زه په همدې مناسبت طالب مشرانو ته وایم چې دا په رښتیا یوه لویه او عظیمه فتحه وه ولې تر دې د شوروي د محال فتحه ځکه کمه نه وه چې هغه د یو ګاونډي ځواکمنې امپراتورۍ سره ډغره وه او دا د ځمکې د بل مخ نه د یو راغلي مسافر ځواک سره ډغره وه ، نه ښایې د فتحې په مهال طالبان تواضع هیره کړي او پخپله دویمه فتحه داسې نشه شي چې د تفاهم او مذاکراتو پړاونه پکې پیکه شي.
زه چې تر کومه ځایه پوهیږم طالبان ان شاءالله تر دې ښه او ژور دي ولې بیاهم ما هغوی ته د ولس اندیښنې ور انتقال کړې.
جناب مزمل صاحب ! زه نه پوهیږم ګلبدین صاحب دوباره درته د کوم مقام ژمنه کړی او که د غنی څخه په اخستلو ډالرو کی یی شریک کړی ؟ د پرونی او ننن اشغال د زمکی او اسمان توپیر دی هغه د کمونستی بلاک مګر دا د تول نړیوال استعمار ( د امریکا او روس په ملتیا د ۵۰ هیوادو یعنی د ټولی نړی سره جنګ دی هغه وخت عربان او غربیان د پرونو پلورل شوو سره د امرکیا په قومانده ملګری مګر نن هغوی هم د امریکا سره ملګری دی . په هرصورت ، ستا د لیکنی عنوان د… نور لوستل »
د استاد مزمل د لیکنی په اړه غواړم دوو نقطو ته اشاره وکړم ، 1/ د طالبانو تر څنګ نیم ولس نه بلکه تر 90 سلنی زیات افغانان ولاړ دی او ول. 2/ د دومره عظیمی او لوی فتحی په اړه چی په معاصر تاریخ کی یی ساری نه لیدل کیږی ، بی باکه او بازاری کلمات استعمالول به یوه بله معنی ولری
هههه د دې کرونا خوشمړي سره خو هر څه قېمته سول، خو دا غوړي لکه چي هيڅ نه دي ګران سوي؟!
مجاهد وروره، خير دي په نصيب شه. دمزمل صاحب په مورد د زما کار اسانه کړ، څکه ما هم غوښتل چه يو ځو کرښي ورته وليکم. د روسانو سره ملت جهاد وکړ او ډير شهيدان ئي ورکړل. رابشم اصلي مطلب ته، زه چه د دغو خلکو لکه حکمتيار، رباني، سياف، حضرت، عبدالله، عبدالحق، مسعود او داسي نورو اعمالو ته ګورم، نو ددوي په جهاد کي ما ته شک راځي! هغه خبري ځه شوي، چه ويل به ئي ” لا شرقيه لا غربيه، اسلاميه اسلاميه”. وروره ولي په يوه مسلمان کي دومره تغير راشي، چه له هرځه او هر وياړ نه… نور لوستل »
محترم استاذ مزمل صاحب ! ډېر راڼه حقيقت ته مو اشاره کړې ده چي:« طالبان له خپل ملت سره پدې وروستیو څلورو کلو کې چې زمینه ښه ورته مساعده ده له ملت سره او ډلو سره له ښکاره تفاهم او بحث نه ډډه کوي بلکې هاغه د قطر په جلسه کې یې هم د خپلو نخبه شهیدانو یو زوړ اکا او یا مشر خان لالا له ځان سره په یو بدل واسکټ کې ملګری نکړ.» خو ګران مزمل صاحب تر کومه ځايه چي زه پوهېږم د پوهانو او د ملت له استازو سره د دوی مشوره او بحث نه کول… نور لوستل »
ګورئ موږ بايد هر يو د يوه باشعوره مسلمان او افغان په صفت د ضمير په تقاضا قضاوت وکړو ، نه په پټو سترګو پلوي او يوه سپين ږيري مشر استاذ ته اوتي بوتي ليکل، بس نه به غوړي کاروو ، نه به تر حق تېرېږو او نه به ناحقي ځانونه غولوو. حق ويونکي ليکوالان چي د اسلام او هيواد او هيواد والو سره مينه لري طالبانو ته سپیني خبري د دوی د ښېګڼي او پېرزوني او خواخوږئ په موخه کوي. ګه چا کوم رښتيني لیکوا ته څه اجوره ورکړې وي بيرته ور ودې ګرځوي .
همت صاحت، که رښتيا ووايم، په دغه ليکنه او بيا په داسي حساس وخت کي د مزمل صاحب احترام په صفر کي ضرب شوه او په دغو خلکو نوره تبصره په کار نده. ما ددي انتظار نه لاره چه مزمل صاحب د يو داسي نظر ولري، ځکه ما هم يو وخت دهمدي خلکو بيرغ پورته پورته اچاوه، اوس ډير ځني مايوس شوم!! البته ښاغلي بيانزي صاحب ښه ادبي رڼا پري اچولي ،کور ئي اباد او په قلم ئي برکت. کاروان
د مزمل صاحب د لیکنی په تړاؤ: له بده مرغه یا ووایو له تُروه مرغه د قدرت نشه زموږ د رهبرانو او مشرانو په رګونو کی یوه طبیعی نشه نه بلکه یوه تزریقی نشه ده. زه تر احمد شاه بابا ( د افغانستان مؤسس) وروسته امان الله خان ته زیاد درناوی لرم خو سالم تنقید هیڅکله د درناوی د وزن د کمولو مانا نلری. امان الله خان سره لدې چی یو خواخوږی او وطن پالونکی او د انګریزی استعمار خلاف یو مبارز ؤ خو د قدرت او خدمت نشه ئې هغه وخت خطرناک حد ته ورسېده کله چی ئې اروپا… نور لوستل »
مزمل صاحب ! کوم ګوندونه یادوی هغه ګوندونه چی د امریکی او د هغو د سیکولرو او منافقو تر سیوری لاندی ژوند تیروی ، د هغو په سازونو نڅیږی ، د هغو په پیسو یی ځانونونه او خپلوان وپړسول ، کفری نظام(ډیموکراسی) یی تر اسلامی نظام ښه وګاڼه او د حق مجاهدینو ته یی د کفارو په دفاع کی بد ویل ؟ دا اوسنی د طالبانو فتح تر مخکینی فتحی ډیره عظیمه ده خو رڼی او بینا سترګی او سلیم عقل غواړی چی ویی وینی او په پوه سی . ټوله مسلمان او مجاهد ولس د طالبانو سره که ولاړ… نور لوستل »
تاسو نن ټکی آسیا ته بیا هم یادوم ، چې زما تبصره د مزمل په برخه کې ، ولی نشر نه سو. زه هیله لرم چې نور داسی کار ونکړی. زه د دی پاڼي ډیر سابقنی مینوال یم او تر اوسه ما ،الله مه کړه بده خبره لیکلې نه دي.
وروره ستاسو تبصره مونږ نه ده لیدلې.. کیدای سی څه تخنیکي ستونزه را منځته سوې وي… د شکایت پر ځای بیا تبصره وکړئ. مننه
مزمل صاحب، سره له نزدی پیژنم ملګری می دی ، مجاهد او عالم شخصیت دی زه ورته درناوی لرم. زه باور لرم چه هغه هم د الهی نظام پیاده کولو ارمان لری او درلود. مګر سپینږی شوی زما په شان کیدی شی نیمګړتیاوی ولری نه یوآځی سپینږیری بلکه ځوانان او د هر عمر خلک د خطاوو سره مخ کیدی شی. دغه اصطلاح چه د ده د لیکنی په سر کی کارول شوی [ دویم نمبر فتحې نشه! ] ناسمه او یو ډول توهین دی. پرون روسانو زمونږ هیواد اشغال کړی وو او نن امریکایانو اشغال کړی، پرون که د روسانو… نور لوستل »
جوړ په خیر. د استاد مزمل صاحب. او محترم همت صاحب په لیکنی باندی ڼن ټکی اسیا ویب پاڼه ښایسته ده.او وی، دواړه زما د خو ښی لیکوالان دی،دواړه پاخه لیکوالان دی،دواړه لیکوالانو له کابل څخه په نشت امکاناتو باندی افغانانو ته داسی لیکنی کړی دی .چه د ولس سرونه او سترګی یی ور خلاصی کړی دی، دواړه لیکوالانو د افغانانوپه خدمت کی ګیری سپینی کړی،یورپ امریکا ته پناه ګزین نه شول.او تر اوسه لګیا دی موږ ته داسی لیکنی کوی، چه هغه مسله ته زموږ هیڅ فکر نه وی، دواړو لیکوالانو ته سلام کوم.ټولی لیکنی یی لولم،د هری لیکنی… نور لوستل »
د مزمل لیکنه په ځای پریږدی عمومی خبره به وکړو. هر انسان د الهی او شیطانی لارښودنو ، مکافاتو او مجازاتو ترمنځ قرار لری هره ورځ یو کس چه مسلمان هم وی څو ځلی کفر کی ننوځی یا نزدی کیږی هغوی چه بدمرغه وی هغوی د اسلامیت له فضلیت څخه شیطان لیری باسی او څوک چه نیکمرغه وی هغوی د الهی لارښودونو په رڼا کی د خپل ژوند چاری سموی. ښه مثال یی پرونی تش په نامه جهادی رهبران دی د روسانو په مقابل جهاد کی بریالی شول مګر د نفس ( ډالرو ) په مقابل جهاد کی د ماتو… نور لوستل »
جوړ تازه، مجاهد عرف بیانزی صاحب ته، دا چه تاسو محترم لیکلی چه ټول به یوه ورځ مرو،نو چه په دا پوهیدی،چه مرګ حق دی خلاصیدل ور څخه نشته، نو تا ولی له مسلمان ملک څخه کافر ملک پناه وروړه؟ لندن پرانګی دجال هیڅ فرق نشته ،ایا یو مجاهد پرانګی دجال ته پناه وروړی؟ کله چه ته افغانستان ته ولاړ شی ولس سره په څنګ کی ودریږی ،کیدای شی ستا خبره تبصره کی څه نه څه وزن پیدا شی ، له سوتهه لندن بیچ څخه نه اسلام رڼا کیږی ،او نه وطن اذاد کیږی. زه بیا هم درته لیکم چه… نور لوستل »
ډ هالیند د څټو کنډو اوسیدونکی او د امین### مرید ( پشتین صاحب ) ته سلام .
د کابل باداران او غلامان په مجاهدینو ورته تور پوری کوی چه د پنجاب جاسوسان دی ، قیامت کی به دا په ډاګه کیږی چه څوک د الله ج او څوک د دجال بندګان دی مننه
جوړ په خیر، مجاهد صاحب،قیامت ته څه انتظار کوی.همدا اوس د لندن څخه ډایرک پرواز وکړه ،کابل ته لاړ شه،هر څه به په خپله ووینی .چه څوک غلام دی؟څوک جاسوس دی؟څوک بادار دی؟ تاسو محترم له لندن څخه قضاوت کوای.د لندن او افغانستان نه سره کیږی، اوس یو لیونی سړی هم په دا پوهیږی چه،دولت ته هر څه امریکا ورکوی ،او طالیب هر څه له پنجاب څخه راوړی، ۱۹ کاله جنګ په تش نس،په تش لاس نه دی تر سره شوی، او طالیبانو ته المن السلوا په شان هم له اسمان څخه نه راوریږی.او دا هم یو حقیقت دی چه… نور لوستل »