افغانستان

ایرو اېشا: طالبان له کوم حکومت سره سوله کوي، د غني که عبدالله؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غوايي، ۱۳۹۹ل):ایرو اېشا خپرونې د افغانستان سولې په اړه یوه لیکنه خپره کړې، چې د افغانستان د نظام او له سولې وروسته د رامنځته کېدونکي وضعیت په اړه پکې بحث شوی دی.

یادې خپرونې لیکلي، افغان مشران لا هم خپلو سیاسي ستونزو او مخالفتونو کې ښکیل دي او د سولې بهیر په اړه ډيرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

خپرونې وړاندې زیاته کړې: « طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د بندیانو د خلاصون په اړه ژمنې سره وشوې؛ خو لا هم دغه پروسه کې ځینې پوښتنې شته چې ځواب شوې نه دي؟»

د لیکنې په دوام راغلي، له توافق وروسته د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د بندیانو د خلاصون واک خپل وباله او دغه پروسه د ځنډ ښکار شوه، چې له امله یې د جګړو لیکې بیا تودې شوې او د ښکیلو اړخونو ترمنځ شوې هغه هوکړه یې تر پوښتنې لاندې راوسته، چې له مخې یې باید تاوتریخوالي کم شوی وای.

ایرو اېشا څرګندوي، که طالبان له افغان حکومت سره سولې ته کېني هم؛ نو پوښتنه دا ده، چې له چا سره سوله کوي؛ د اشرف غني او که د عبدالله له حکومت سره؟

په مقاله کې د افغان د مشرانو د لوړې دوه ګونو مراسمو او روانو مخالفتونو ته هم اشاره شوې او زیاته شوې: که د کابل حکومت مشران په خپلو کې ستونزې حل نکړي؛ نو معلومه نه ده چې له طالبانو سره به تر سولې وروسته څه ډول نظام رامنځته شي.

د مقالې لیکوال، د افغانستان د ټولو ستونزو حل لاره جوړ جاړی بولي او د حکومت مشران مذاکراتو ته رابولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx