
ادبي لیکني
چمني قبر
لالاخېل افغان
هر سهار لوټه په لاس د هدیرې په لور اته کلنه ماشومه روانه وي یوه شیبه د یو قبر څنګ ته چې ښایسته شنه کبله ورباندې ولاړه وي کیني او تر څو دقیقو اوښکو تویولو ورسته د اوبو ډکه لوټه د قبر د پاسه وشیندي او بیا د اوښکو په لامده ګریوان بیرته را روانه شي.
ماشومه نه پریږدي چې د قبر د پاسه شنه کبله وچه شي ځکه ماشومې د کلي د ملا صیب څخه اوریدلي چې په کوم قبر شنه واښه ولاړ وي نو په هغې عذاب کم وي ماشومه په همدې د اوبو ډکه لوټه هره ورځ له ځانه سره هدیرې ته وړي.
دا ماشومه یوه بې موره ماشومه ده او قبر یې د خدای بخښلې مور دی.
لالاخېل افغان