افغانستان

طالبان وایي، د برېښنا د پایو نړول ددوی کار نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، دوی  د برېښنا له سیستم سره هیڅ ستونزه نلري او د نړول شوې پايې په پېښه کې دخیل ندي.

طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر لیکلي «د کابل ولایت اړوند میربچه کوټ کې د بريښنا د پایې نړول د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري، مجاهدین د بریښنا له سیستم سره هيڅ ستونزه نه لري.»

د برېښنا دغه وارداتي پایه دوې شپې وړاندې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري نړول شوې وه، چې له امله یې د کابل ښار برېښنا هم ورسره غوڅه شوې وه.

د برېښنا ریاست وایي، د یادې پایې رغول دېرش زره  ډالرو مصرف ته اړتیا لري او د اوس لپاره په مؤقتي ډول رغول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډالر ضد

د دغو پايو د نړولو حرامزاده ګي بايد د برېښنا په اړوندو کسانو کي ولټول سي. هر ه پليدي چي ده په دوی کي ده او په دې ډول د پيسو غلاکولو ته لار جوړوي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx