نظــر

اووم د غوايي غوره ده که اتم؟

مشتاق رحیم

په انساني ټولنه کې هره ستونزه یا د ستونزو ټولګه بیلا بیل لاملونه او دلایل لري. د ستونزو د ارزونې پوهانو په ټوله کې دا لاملونه په دریو برخو ویشلي چې ظاهري لاملونه (Immediate Causes)، د منځنۍ کچې لاملونه (Intermediate Causes) او اساسي لاملونه (Root Causes)یې بولي. ډیرې وخت عام خلک ظاهري لاملونه ویني، شننه یې کوي، پرې بحث کوي او فکر کوي چې ټوله ستونزه همدا ده. خو کارپوهه خلک بیا د ظاهري لاملونو په ځای اساسي او منځنیو لاملونو باندې تمرکز کوي، د ستونزې د بیخ ارزونه او شننه کوي ولې چې ترڅو د ستونزې اساس او بیخ غمه ونه خوړل شي، د ظاهري لاملونو په شاربلو او ارزولو ستونزه نه ورکیږي. په سر کې سرطاني دانه د سرخوږي لامل کیږي خو د دغه سر خوږی علاج د سرخوږي ګولۍ نه د سرطاني ټیومر عملیات وي.

له بده مرغه، زمونږ د کارپوه او په خبره پوه قشر ټول وخت په دې تیریږي چې اووم ښه وو که اتم. اتم غوره وو که اووم او اصل خبره رانه پاتې ده. خلقي پلوه لګیا دي، په اووم د قتل او قتال، وتړه او ووژنه ننګه کوي خو په اتم بیا قاتلین او ورانکاري رټي، بد رد پسې وايي. بس ټول وخت په تا وکړل او ما وکړل باندې تیریږي او اصل خبره پاتې وي. د خدای په خاطر، خلق او پرچم چې څه کړي، هغه ژوندی تاریخ دی، هغه نه پټیږي او نه ورکیږي او د مجاهد خو انځوریز او ویډیوي تاریخ ثبت پروت دی.

زمونږ د ټولنې اساسي ستونزه دا نه ده چې کوم یو د چا لخوا وپرځول شو او څوک په حقه او کوم په ناحقه وو. زمونږ اساسي ستونزه دا ده چې مونږ په هر دور کې هیواد له آیډیالوژي قرباني کړی. مونږ د خپل فکر د ترویج په ځای د خپل فکر د تحمیل هڅه کړې، تل توندلاري پاتې شوي یو، تل مو بدلون په اوښتون غوښتی، ترمیم او اصلاح ته مو حوصله نه ده کړې. هیواد مو له آیډیالوژۍ قرباني کړی، له زور مو کار اخیستی، له خپل وس او توان مو پورته بار ته اوږه ورکړې، د واک او اقتدار په نشه کې مو هوښ بایللی. آخره کې مو آیډیالوژي خو بایللې بایللې، وطن مو هم لوټې لوټې کړی. مونږ تر ننه پورې د سیاسي مبارزې اخلاق او سینې پراخوالی، د ټولنیز بدلون طریقه، استدلال او مباحثه، د سیاسي مبارزې اوږد مهالتوب نه دي زده کړي. ټول عمر مو خبره او منطق دا وو چې یا راسره شه یا غرغره شه.

که زه په ظاهري لاملونو(Immediate Causes) بحث وکړم نو خپل خلقي اشنا نه پوښتنه کوم چې که تا دې ملک کې د قتل او وژنو دود نه وای جوړ کړی، دلته تا په خلکو په زور خپل عقاید نه پلي کولی، ته وا حکمتیار، سیاف او رباني به رهبران شوي وو؟ که دې دا لکونه انسانان خپل کور او کهول پریښودو ته نه وای اړ کړي، ته وا جهادي ډلو ته به د جګړې سوان توکي په ګوته ورغلي وو؟ دلته خو ولس په کلیو او بانډو کې په نیمه ډوډۍ د رب شکر ویستلو او خپلې شپې یې سبا کولې.

بله خوا که اخوان، د اخوان د تګلارې سره سم ټولنیز بدلون دپاره سوکه سوکه او اساسي کار کولی نو ته وا افغانستان به د پاکستان او امریکا لاس ته ولیدلی وای؟ که مو یو وار له ځانه پوښتنه کړې وای چې هغه هیواد چې د خپل د تاسیس له ورځې تاسره په سنګر کې پروت دی، ولې راسره مرسته کوي، ته وا بیا به دې هم ورڅخه د مرسته اخیستی وای؟ زه دا بحث نه کوم، دا راته د ستونزې بنسټیز لامل نه ښکاري.

دا هغه بحث دی چې ته ماته ګوته نیسه، او زه تاته، دا بحث به ورو ورو ګرمیږي، بیا به سره بد رد وایو، لا به پسې ګرمیږي، بیا به ګریوانونه نیسو، لا به پسې ګرمیږي او اخر به تاوتریخوالی را منځ ته کیږي، دواړه به ژوبلیږو او دومره به ژوبلیږو چې د بیا اودریدو توان به هم نه لرو.

پورته ما د خپلې وړتیا سره سم اساسي ستونزې په ګوته کړي، زما ناپوهه همدومره عقل کار کوي او ښايي بیخي ناسم واوسم. عالمه، کارپوهه، باشعوره وطنداره، د ستونزې بیخ ته لاړ شه، اساس د ستونزو را وسپړه او ماهم پوه کړم او ځان هم. که ته خلقي ګټې او زه مجاهد نو باوري و اوسه چې دا سلسله به روانه وي، یوازې لوبغاړي به بدلیږي او بس!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x