نړۍ

د سنده ایالت ګورنر عشرت العباد د خپلي دندي دبیرته اخیستلو لپاره کراچي ته ورسیدی

govenor-sindh-Dr-Ishratul-Ibad-Khan1نن ټکی آسیا: د سنده ایالت ګورنر عشرت العباد تیره شپه د دبی څخه بیرته کراچي ته ورسید.

د پاکستان د ولس مشر اصف علی زرداری او د متحده قومي مومنټ تر منځ د اتفاق وروسته د متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسین عشرت العباد چي د خپلي دندي څخه يې استعفاء ورکړې وه، بیرته د خپل منصب د اخیستلو غوښتنه کړې وه.

هغه دبی ته تللی وو، او تیره شپه ناوخته د دبی څخه د زرداري له خوا په لیږل شوي خصوصي الوتکه کي کراچي ته را ورسید.

ځیني خبرونه وايي چي د عشرت العباد لپاره په خصوصي الوتکه کي د پاکستان وزیري داخله رحمن ملک هم تللی وو.

د حکومت او متحده قومي مومنټ تر منځ د اړیکو د کشمیر د انتخاباتو پر سر باندي د شخړي رامنځته کېدو وروسته د سنده ګورنر او د متحده وزیرانو د خپلو دندو څخه استعفاء ورکړې وه، او ورسره د څه مودې راهیسي په کراچي امنیتي وضعه ډیره خرابه سوې وه، چي له امله يې زیات شمېر کسان ووژل شوه، اور همداسي زیات شمېر نو ټپيان شوه، او همداسي کراچي ښار چي د پاکستان د اقتصاد لپاره د زړه حیثیت لري، په کښي کاروباري او تجارتي فعالیتونه په ټپه درېدلې وه، چي د پاکستان لپاره د زیات اقتصادي زیان سبب شول.

تر اوسه هم په کراچي کي د ډزو سلسله روانه ده، او د تیري شپې راهیسي تر اوسه د ډزو په مختلفو واقعاتو کي ۷ کسه وژل شوي دي.

خو تمه کیږي چي د حکومت او متحده قومي مومنټ تر منځ د شخړي د هواری وروسته به بیا د څه مودې لپاره په دغه ښار کي بیا د امن فضا را منځته سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x