روغتیا

امریکايي پروفیسر: د کرونا په اړه خلک ډارول کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غوایي، ۱۳۹۹ل): افریقايي نژاده امریکایي پروفیسر مایکل لیوټ وايي: داسې هیڅ اسناد نشته چې د کرونا وېروس له امله د زرګونو تنو مړینه ثبوت کړي.

یاد پروفیسر چې په کیمیا برخه کې یې نوبل جایزه هم ګټلې ده؛ وايي: خلک د کرونا په اړه ډارول کیږي او د مړو شمېرې ورته زیاتې ښودل شوې دي.

دی څرګندوي: هغه کسان چې له کرونا مړه شوي وړاندې لا مرګ ته نیږدې وو.

لیوټ زیاتوي: د کرونا له امله مړه شوي زیاتره وګړي په ژوندونې هم پر بېلابېلو وژونکو ناروغیو اخته وو.

د ده په وینا: په نړۍ کې به ډیر ژر له کرونا څخه د ژغورنې وسایل او مواد جوړ شي، دغه وېروس به ختم او انساني ژوند به بیرته عادي شي.

مایکل لیوټ چې په اسټینفورډ پوهنتون کې ښوونکی هم دی؛ وړاندې یې دا وړاندوینه هم ریښتا شوې وه چې، ډیر ژر به چین کې په کرونا وبا برلاسی پیدا او هلته به دغه وېروس ورک شي.

نوموړی همداراز هغه احتمالات او اوازې هم ردوي، چې ګواکې دغه وېروس به تر میاشتو او کلونو په نړۍ کې خپور وي.

باید وویل شي، چې مایکل لیوټ اوسمهال په اسرائیلو کې د ګرځبندیز له امله بند پاتې دی. هغه په دې اند دی، چې له کرونا سره د مبارزې له پاره تر هر څه وړاندې باید خلک په خپلې ویرې کنترول پيدا کړي.

تر اوسه د مایکل خبرو ته کوم روغتیایي سازمان یا هېواد غبرګون نه دی ښودلي؛ خو د شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ کې د کرونا له امله تر ۲۰۷ زرو زیات خلک مړه شوي او له ۳ میلیونو زیات نور یې لا هم له دې وبا کړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx