نظــر

د برق پایې څوک نړوي؟ د تېلو مافیا څوک دي؟

زخمي افغان

آبله ورځ رسنیو غوغا ګډه کړه چې د کابل شمال ته میربچه کوټ کې د وارداتي بریښنا پایې په بمونو الوځول شوي دي او په دې سره د کابل او ډیرو سیمو بریښنا پرې شوې چې ورسره هیوادوال له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د کابل ادارې ویاندان چې په دې وروستیو کې یې یو مخ پوچو خبرو ته کار ویلی د دې خبرې له اعلان وروسته یې سمدستي تبلیغات پیل کړل چې طالبانو د بریښنا پایې الوځولې او د خلکو کورونه یې تیاره کړي دي.

ځینو خبریالان او د عامو رسنیزو فعالان چې همیشه د غوږ له کتلو وړاندې په پیشو پسې منډې وهي مخکې له دې چې په موضوع سر خلاص کړي یا رښتیا او دروغ ځان ته معلوم کړي، همدې خبرې ته یې کش ورکړ او د میربچه کوټ د پایو نړیدل یې په طالبانو تاوان کړل.

خو د پیښې په سبا د سیمې خلکو او د بریښنا د ادارې ځینو کارمندانو وویل چې د بریښنا د پایو نړول د طالبانو کار نه دی. ځکه طالبان د هیواد له شمال څخه بیا تر کابله، همداسې تر نورو ولایاتو همیشه کولای شي د برق د انتقال مخه ونیسي. اما هغوی کله هم دا کار نه کوي. بلکې همدا اوس د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې د برق د انتقال پروژې روانې دي او نوې پایې درول کیږي.

په میر بچه کوټ او شمالي کې د پایو نړول د هغو حکومتي مفسدو سرمایه دارانو کار دی چې دتیلو او ګاز په کاروبار ولکه لري. دغه حکومتي مفسدین چې د ملي شتمنیو په غلا پړسیدلي اوس یې د تیلو او ګازو مافیا رامنځته کړې او همیشه په سختو شرایطو کې د بریښنا پایې نړوي تر څو خلک د پترولي بریښنا کارولو ته مجبور شي او په دې ډول د دوی تېل او ګاز بازار ومومي.

تېر کال چې په سالنګ کې بیا بیا د بریښنا پایې ونړول شوې، په پیل کې د ارګ ډنډورچیانو هغه هم د طالبانو کار باله، خو وروسته معلومه شوه چې دغه کار د یوې خاص تخریبي ډلې لخوا کیده چې د تیلو مافیا استخدام کړې وه. د دې ډلې مشر دل اغا مشهور په مماتي هغه کس و چې د پارلمان د رئیس میر رحمان رحماني له زوی اجمل رحماني سره یې خاص روابط لرل حتی چې ورسره اخیستي انځورونه یې هم رسنیز شول. رحماني چې د کابل ادارې د مققنه قوې مشري په غاړه لري یو لوی سرمایه دار او د اقتصادي مافیا مهم غړی دی.

په دې ډول ویلای شو چې د بریښنا د قطع کولو ټول مسؤلیت د کابل ادارې په غاړه دی. هغه چارواکي په غلا، رشوت، فساد او د ملت د وینو په ځبیښلو روږدي شوي، اوس یې فطرت مسخه شوی او په بې وزله هیوادوالو هیڅ قسم رحم او شفقت نه لري. تر دې چې د کرونا د بحران په مهال په داسې وخت کې چې د هیواد پولې تړل شوې، اقتصادي بحران، فقر او بیکاري په اوج کې ده او ورسره د رمضان میاشت هم ده. دوی د خپلو تیلو او ګاز د خرڅلاو لپاره په هیوادوالو برق قطع کوي او علاوه لا دا چې د بدنامۍ تور یې هم په طالبانو پورې کوي.

ملت باید په دې خبر واوسي. چې طالبان هیڅکله د ملي پروژو په خاص ډول د بريښنا د انتقال مخالف نه دي. که طالبان د بریښنا د انتقال مخالف وای، هیڅکله به د ازبکستان بریښنا تر پکتیا او غزني نه وای رسیدلې، ځکه دغه سیمې اکثر د طالبانو په لاس کې دي. اصلا د کابل مفسد چارواکي چې د اقتصادي مافیا غړي دي دغسې ظالمانه او بې رحمانه کارونه کوي تر څو د ملت د رګونو وروستی څاڅکی وینه هم وځبیښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx