روغتیانړۍ

په مصر کې د درې میاشتو لپاره بیړنی حالت اعلان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غوایي، ۱۳۹۹ل): د مصر ولسمشر عبد الفتاح سیسي د ۱۶۸م پریکړه لیک له مخې په ټول مصر کې د راتلونکو درې میاشتو لپاره بیړنی حالت اعلان کړ چې د سه شنبې ورځې له یوې بجې څخه پېل شوی دی.

د مصر رسمي ژورنال نن په خپره شوې ورځپاڼه کې د ولسمشر پریکړه لیک خپور کړی، په لیک کې څرګنده شوې چې دا پریکړه د وزیرانو شورا د نظر له اخیستلو په هېواد کې خطرناک امنیتي او روغتیایي وضعیت ته له کتلو وروسته شوې ده.

د لیک دویمه ماده په ګوته کوي چې وسله وال ځواکونه به ټول هغه څه په کار اچوي د ترورزم د خطراتو تمویل سره مقابله وکړي، د هېواد په ټولو برخو کې امنیت ټينګ کړي، د عامه او شخصي ملکیتونو ساتنه وکړي او د اتباعو د ژوند خوندیتوب یقیني کړي.

د مصر روغتیا وزارت د دوشنې په ورځ د یوه بیان له مخې اعلان وکړ چې د کرونا له کبله یې د مړینې او مثبتو پېښو لوړه کچه ثبت کړې ده، دغه هېواد کې تېره ورځ له کرونا څخه ۲۰ کسان مړه شوي او ۲۴۸ نوې پېښې ثبتې شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د مصر حکومت درې ورځې وړاندې د کرونا کابو کولو لپاره ځانګړی پلان معرفي کړی، ددوی په وینا په دې سره به د مړو کچه ټيټه شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close