نظــر

اردوګان؛ او د کرونا په ابتلا کې تر ایران سخته مواخذه!

استاد محمد زمان مزمل

د امپراتوریو او د ویتوګانو ځواکمنو هېوادونو ماتونکی سلطان کرونا تر اوسه داسې روان دی چې هغه تر ټولو سخت ظالمان یې په اول پروګرام کې نیولي وي.

د ایغور د ماشومانو قاتل چین، د افغانستان او فلسطین د ظلم ټیکداره امریکا، په سوریه او یمن کې مداخلګر ایران او همداسې نور اروپایي بدنامې استعماري امپراتورۍ.

د کرونا وایروس که د خپلې پادشاهۍ په روانه دبدبه او ظالم ماتونکي انسان تراژیدي د یوه دربار په شکل لیدلی وائ له دې لړزیدونکو امپراتوریو له ویرې به یې لذت اخستی وای .

منم چې د ایران او ترکیې پرته نور مسلمانان لا د کرونا په جګړه کې له اول خط نه لیرې پاتې دي ولې مسلمانان که حکومتونه دي که ملتونه دي، ډیر دې پخپله دغۀ کمزورې مسلمانۍ غَره کیږي نه ،دغه د خپلو ملتونو قاتل حکومتونه چې تر کرونا یې زیات خلک په بنديخانو او جګړو کې وژل کیږي هغوی پدغه غلامه مسلمانۍ او پدغه علمي لحاظ بیرته پاتې تدبیر څه کولای شي.

همداسې مسلمان ملتونه چې تر ټولو مستبد او پردیو نوکر سټې پرې مسلطې دي او د هیچا د سیالۍ ندي هغوی به ددغې مسلمانۍ قواله چې په ملل متحد کې نه چلیږي ،د اسمانونو په دیوان کې به هغه په کومه ایماندارۍ رسمي کوي؟

بیا هم ایران چې پر سوریه کې یې د پردي ملک خلک په ایرانیانو او افعانانو ووژل د پروردګار راغلې کرونا به د ایاتو او ایراني حججو په پال او چف و کوف بنده نشي کړائ او بنده نه شوه. همداسې چې د هرات په دروازه راغلې کرونا ښایې د افغاني فاطمیانو د مجازات په موخه ډیر ظالمان پخپل کمربند کې واخلي.

همداسې اردوګان چې په معاصر وخت کې یې دریځ تر ټولو ښه او اسلامي دی بیا هم زموږ اردوګان چې خدای د یوې خونړۍ کودتاه نه په غیبي قدرت وژغوره هغه د شلو کودتایانو په تور کې په زرهاو ترکان زندانو ته وغورځول او بیا ښځې او ماشومان.

اردوګان چې په سیمه ایز او نړیواله سطحه تر ډیره ښه چلیږي هغه پخپل ملک کې متاسفانه چې د کودتایانو په تعقیب کې پر هغو مظلومو ترکانو هم لاس پورته کړ چې هغوی یواځې د کودتاچیانو د حزب خلک ول نه د کودتا د پلان.

اردوګان باید د تېرې پیړۍ د شرقي ټیټو حکمرانانو دا تهذیب او کلچر بیا ژوندی نکړي چې په خپل هیواد کې خپل سیاسي مخالفین تعقیب، زنداني او یا اعدام کړي.

نن د کرونا په مواخذه کې هغه د ایران د دولت په شان په یوه سپیره مواخذه کې روان دی همداسې د حرمینو خادمان باید پوه شي چې په یمن کې په مظلومو یمنیانو ددوی ظلم او استبداد بازخاصګر لري.

د همدې ځایه غربیان، ایرانیان ،چینایان باید پوه شي چې دا ددوی په قفس کې رابند مسلمانان هم څوک لري.

بیاهم خدای ته ددې لویې بلا نه پناه غواړو پر مسلمانانو او ټول انسانیت یې د لطف او مهربانۍ پیرزوینه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

مزمل صاحب هم خپل پیر ( ګلب الدین) غوندی فقط د اسلام په پوست کی د حقیقت په لټه کی دی نه د اسلام په غوښه او هډوکی او مغز کی یعنی نړیوالو مسائلو ته فقط له احساسی او بچګانه او بعضاً نوکرانه زاوئې څخه ګوری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx