نظــر

جاغوری او طالبان!!

لیکنه: محمود افغان . . .

د امریکايي انقلاب له پیله طالبانو پر هزاره میشتو سیمو باندي علمیات نه کول، که څه هم هغوی په مستقیم ډول د اشغال په دفاع کې ولاړ ول، خو د 1397 کال د لړم په میاشت کې مجاهدینو د جاغوري پر ولسوالي باندي عملیات تر سره کړل، تر څو یاد اولس ته د امریکا له اوباشانو څخه نجات ورکړي، خو هغوی نه یوازي دا چې مقاومت يې وکړ او مجاهدینو يې شهدان کړل، بلکي په کابل او او نور ښارو کې يې مظاهري پر لاره واچولي چې ګواکي هزاره ګان د طالب له لوري له مرګ سره مخ دي، او په اصطلاح افغان حکومت او امریکایان دي غم وخوري، نو دا و چې هغوی يې هم ناره واورېدله او غم يې وخوړ، د کمانډویانو یو کنډک يې ورکړ او په خپله د جاغوري له بدمعاشانو يې هم یوه ډله ورته وسلواله کړه.

زه د هغې علاقې سره نږدې تعلق لرم، دغو هزاره ګانو ته نږدې د پښتنو علاقه ده، چې رسنه ورته وايي، دغو کمانډیاو او اوباشانو به د پښتنو پر کلیو او کورو روزانه د درنو وسلو وارونه کول، تر دې چې تقریبا تر نمايې رسنه زیاته مهاجر شول.

یو ځل د امریکایانو طیارې ګرزېدلې، د هزاره ګانو ټوپکیانو د پښتنو پر علاقو باندي د دې لپاره ډزي کولې، چې ګواکي طیارو ته کوردېنات وکړي، خو امریکایانو په خپله پر دوی باندي بمبار وکړ.

نو اوس به تاسو هم په رسنیو کې اورئ، او ګورئ به، چې د جاغوري ولسوال صاحب او قومندان د مکتب انجوني ولسوالي ته وړې او تېری يې ورباندي کړی، اوس اولس په نارو دی، سر په مظاهرو دی، آن تر دې چې په مظاهرو کې یو شمیر کسان هم به ډزو وویشتل شول، تجاوز هم حکومتي مصبدارانو کړی او اوس عدالت هم له دوی څخه غواړئ!!

د افغانستان په طول او عرض کې د اولس پر سر یو څو فاسدو خلکو مزې وکړې او ټول اولس يې د بلا خولې ته ورکړی دی، کله چې طالبانو عملیات کول، د هزاره قوم ټولو مشرانو به کابل کې نارې او سورې وهلې ولي چې مستقیم همدغه زره خوارو ته نقصان متوجه و، خو چې نن د جاغوري پر پتمنو ښځو په ډلیز ډول تېری کیږي، تر اوسه يې چا اواز هم وا نه ورېدی.

اوس نو تاسو قضاوت وکړئ، چې که دغو هزاره ګانو له طالبانو سره کومک کړی وای، او د اشغال ټغر يې ور ټول کړی وای، نو ایا اوس به زموږ او ستاسو پر پتمنو خویندو باندي داسي ظلم تر سره شوی وای؟!

پايي. . . .

2020-04-28

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
محمود صاحب.
طالیبانو په نولس کاله جنګ کی د یوه هزراه پوزه هم نده وینی کړی ،ځکه چه ،ایران طالیبانو ته پیسی ورکوی،بل د ایی .ایس .ایی له خوا هم د هزراه مرګ ناروا دی،
یوازی د پښتون مرګ ته.طالیبانو.امریکایانو مټی را نغاړلی دی.

غلام سخی بکواهی

ای اس آی پر هزاره گانو خوابدوی او طالبان ده پاکستان پ خاطر هزاره گانو باندی حملی نکوی ؟ بخشه کوه وروره ته چیری ژوند کوی؟ او لیک لوست دی چیری زده کری دی ،؟ او معلم دی سوک وو ؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x