افغانستان

عبدالله عبدالله د خپل ټیم دننه له اختلافاتو سره مخ دی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان اوس  د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي، له ارګ سره جوړجاړي ته نږدې شوی، خو د خپل ټیم دننه له اختلافاتو  سره مخ دی.

د یک تلویزون د راپور له مخې، د عبدالله عبدالله په ټیم کې ځيني غړي د نوموړي او ارګ تر منځ په جوړجاړي خوښ دي او دا ورته د منلو وړ ده، چې عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشر شي؛ خو ځيني نور یې بیا د نظام د تغیر، د صدارتي نظام د تشکیل  او د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو پلوي کوي.

د دویم نظر خاوندان وایي، که عبدالله عبدالله له اشرف غني سره جوړجاړی وکړي، دوی به ترې لارې بېلې کړي.

که څه هم ثبات او همپالنه ټيم تر دې دمه د خپل ټيم د اختلافاتو په اړه څه نه وایي، خو تر دې وړاندې يې ویلي وو، چې اشرف غني یې د ټیم د ماتولو او پاشلو په لټه کې دی او غواړي، ددوی د سیاسي ملګرو تر منځ درز واچوي.

دغه خبرونه داسې مهال دي، چې نړیواله ټولنه تر بل هر وخت زیات د کابل د روان سیاسي بحران په حل ټینګار کوي او د اختلافاتو د له منځه وړلو غږ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx