افغانستان

سکاټ مېلر: که د طالبانو حملې دوام پیدا کړي، جواب یې وایو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» وايي، طالبانو بریدونه زیات کړی او که همداسې دوام وکړي، جواب به یې ورکړو.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، مېلر دغه څرګندونې د حکومت د دفاع له سرپرست وزیر «اسدالله خالد» سره په ګده یوې خبري ناستې ته کړې.

نوموړي ویلي، چې طالبان باید د جګړې شدت کم کړي، تر څو د ټولو لورو سیاسي رهبرۍ ته د یوې سوله ییزې لارې د ټاکلو فرصت په لاس ورشي.

د مېلر په خبره، که طالبان «تاوتریخوالي» ته دوام ورکوي، د جواب انتظار دې وباسي.

په ورته وخت کې اسدالله خالد بیا ادعا کوي، چې هم بریدونه طالبانو زیات کړي او هم یې درانه تلفات وړي.

نوموړي ګواښ کړی، که طالبان د جګړې شدت راکم نکړي او سولې ته غاړه کښېنږدي، دولتي ځواکونه به یې د جګړې په ډګر کې وځپي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبان وایي، تر خپله وسه یې د بریدونو کچه راټيټه کړې، خو یو شمېر رسنۍ او سیاسي اشخاص یو طرفه قضاوت کوي.

د طالبانو له قوله، تر ډېره یې دفاعي حالت غوره کړی او یوازې هغه ځای یې جګړه کړې، چې ورته اړ شوي.

دوی ددې تر څنګ څه موده وړاندې په قطر کې سکاټ مېلراو خلیلزاد ته د هغو بریدونو لست وړاندې کړ، چې د توافقنامې په خلاف شوي وو او طالبانو او ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

sallamoona

DASI MALOMEGI CHE DA WARAI NA SHARAI KEGI

جمیل

دا ۱۹ کاله مو څه کول چی اوس یی جواب وایاست ؟
تاسی نور مات او د ټینګیدو نه یاست او نه هم د پروتی په لغتو څه حاصلیدلای سی ، ودیته مونږ وایو چی پسله ګ… چارزانو .

طوطی

ما په وار وار ویلی او اوس هم وایم: سوله موله نشته یار یوه درسته د انسانیت لار خپله کړی تر څو به طالبان د خلکو له کورونو حملی کوی او تر څو به د کابل اداره ړانده بمبارونه کوی. په ولا چی نوره خو مو حوصله ختمه ده دا د روژی مبارکه میاشت وګوری او دا قتلونه. هغه تیره ورځ یی د لوګر ولایت کی څلور پولیسو سوځولی داسی کار په ولاکه کافر هم وکړی زه نه پوهیږم چی دا کار به د کوم کافر وی. ځکه چی مسلمان ته نه ښایی چی د مړی بی احترامی وکړی ولو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx