افغانستان

بلخ کې لسګونه دولتي کارکوونکي له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د بلخ په اوو ولسوالیو کې دېرش تنه دولتي کارکوونکي د «حقایقو تر درک کولو» وروسته دوی ته ورغلي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د بلخ ولایت، دولت اباد ، شولګر ، چمتال ، چهاربولک ، زارع ، چهارکنت او خاص بلخ کې د مزدور رژیم  ۳۰ تنه پولیس عسکر او اربکیان د جلب جذب کمیسیون د مسؤلینو په هلوځلو او د حقایقو د درک په نتیجه کې له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې دروند هرکلی وشو.»

د طالبانو له قوله، تسلیم شویو کسانو ژمنه کړې، چې نور به د حکومت لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي او «اسلامي نظام د تنفیذ» په لاره کې به له دوی سره درېږي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک سره هم مهاله د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» عمومي عفوه اعلان کړه او ټولو ته یې ډاډ ورکړ، چې کومو کسانو له «امارت» سره شخړه او جګړه کړې له «مخالفت» څخه د لاس اخستلو په صورت کې بښل کېږي.

د طالبانو د مشر له دې فرمان سره جوخت په هیواد کې د دولتي عسکرو او کارمندانو د تسلیمۍ لړۍ په کم ساري ډول چټکه شوې او زرګونه دولتي کارکوونکي طالبانو ته ورغلي.

طالبانو ته ورتلونکي دولتي کارمندان د هغوی له لوري په ډالیو نازول کېږي او د سر او مال د حفاظت ډاډ ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x