افغانستان

طالبان: که د کرونا له امله بندیان تلف شي، پوښتنه به یې وکړو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت د زندانونو د چارو د تنظم ادارې زندانونو ته د کوورنا سرایت ومانه او هلته یې د ۴۶ بندیانو ازموینې مثبت وبللې، طالبانو یې په وړاندې غبرګون ښودلی او د زندانونو دننه روان حالت یې نازک او وخیم بللی.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی لا پخوا خبرداری ورکړی و ،  چې په زندانونو کې د بندیانو وضعیت وخیم دی، تراکم زیات دی، د خوراک، څښاک او تداوي په برخه کې ګڼې ستونزې شتون لري، که په داسې حال کې زندان ته د کرونا ساري ناروغي هم داخله شي، وضعیت په ناورين بدلیدلای شي.

اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې «په دې برخه کي د امریکا متحده ایالاتو ته مستقیما مسئولیت راجع کیږي چې که یې د شویې توافقنامې په عملي کېدو کې له جدیت څخه کار اخیستی وای اوس به د بندیانو په خلاصون برسیره نور هم ډیر پرمختګ شوی وای او بندیان به له دې خطر سره نه مخ کېدای.»

د طالبانو په خبره، بشري بنسټونو، چارواکو او سازمانونو ددوی غوښتنې جدي ونه بللې او اوس چې زندانیان په یوه وخیم او نازک حالت کې قرار لري، «اسلامي امارت» یې په اړه اندېښنه ښيي او له نړیوالو بشري بنسټونو غواړي، له دې «بشري» موضوع سره سیاسي او سلیقوي برخورد ونکړي.

دوی ددې تر څنګ خپلو بندیانو ته پر لوی خدای د توکل او روغتیایي لارښوونو د په پام کې نیولو سپارښتنه کړې او تر څنګ یې ګواښ کړی، که کوم زنداني تلف شو، پوښتنه به یې وکړي «ټول جهتونه دي خبر وي چې که خدای مه کړه د اسلامي امارت بندیان تلف شي، د هر فرد پوښتنه به کیږي او له سخت زړي دښمن څخه به يې  انتقام اخیستل کیږي.»

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو د بیلابېلو اعلامیو له لارې زندانونو ته د کرونا د ننوتو اندېښنې راپورته کړې وې او د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې وه.

په ورته وخت کې له زندانونو څخه رسنیو ته لېږل شوو یو شمېر ویدیويي کلیپونو کې لېدل کېږي، چې زندانیان وایي، ګڼ شمېر بندیان کرونا ته ورته نښې لري، مګر د روغتیا غم یې نه خوړل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د الله ج ټول مخلوقات د ژوند ځانګړی دوری لری، انسانی مجموعی ژوند او د زمکی عمر فکر کوم پوره شوی د ختمولو د پاره یی جلا جلا عوامل رامنځته شوی د ټولو یادونه تبصره اوږدوی، مګر یو عامل د دی ختمولو خپله حریص انسانان یا هغه انسانان دی چه فساد به کوی او ناروا وینی به تویوی. چه هغه نظم نوین جهانی [ چه په راست کی یی امریکا قرار لری ]. امریکا د نظم نوین جهانی د نړیوال حکومت تاسیسولو پلانو عملی کولو د پاره ۹/۱۱ جوړه او عملی کړه به افغانستان او منځنی ختیز کی چه د… نور لوستل »

ظالم ضد

آه ، لويه څښتنه ! ته دغه د اسلام ، هيواد او خلکو سرښندونکي مجاهدين چي شهادت ته تر رسېدو دمخه اسيران سوي او په ډول ډول کړاوونو کړول کېږي او اوس کرونا هم ورته متوجه سوې ده د دغه مکار شياد او سخت زړه ظالم غني له اسارته په خپل عميم فضل خوشي کړه !

جمیل

امین یا رب العلمین

ترين

پاکه ربه!
د کرونا، طالب او ارګوالو څخه مو وطن وساتى، ارګ وال، کرونا او طالب ټول د افغان ملت وژونکى دى

طوطی

دلته صرف طالب پلوو کسانو تبصری نشر کیږی لکه د مجاهد، بیانزی، جمیل او څو نورو. چی سل ځله خپل نوم ته تغیر ورکړی اوله تبصره بدی نشر شی خو هغه آخری وی. دا پاڼه بیطرف په ولاکه وی دا د طالبانو پلویی پانه چی صرف د خپلو کسانو تبصری پکی نشره وی. نن می هغه ویډیو ولیده چی څنګه یو بی فرهنګه او بی دانشه ملا یو کس د ۸۲ توپ په مرمی شهیده وی. داسی ظلم په ولاکه در اوسه چا کړی وی. طالبان صحرای محکمی لری خو حکومت نه د خپلو بندیانو خوشی کول غواړی. حکومت کچیری… نور لوستل »

جمیل

دا ۱۹ کاله مو څه کول چی اوس غواړی ظلم وکړی .
زور تر بیوسه بندیانو مه باسی دا بیهمتی او بیغرتی ده ، که یوه شمه غیرت او همت درپکښی وی د خپلو مالکانو سره د الله تعالی د پتنګانو( مجاهدینو ) سره ځانونه مخامخ کړی .
دلته د دین او د هیواد ساتونکو طالبانو د پلویانو د تبصرو سربیره د کفری اشغالګرو او د غلامانو د پلویانو او د دین او د هیواد د دښمنانو تبصری هم نشریږی کوم چی د آزادی د علمبردارانو (طالب بندیانو) علنی اعدام غواړی .

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x