نظــر

امریکا؛ او په بند دهلیز کې روان مشران!

استاد محمد زمان مزمل

د کومې ورځې چې د کابل، دهلي او مسکو په محور ولاړ حکومت په کابل کې نسکور شو کابل د لویو قدرتونو او مخکښو ګاونډیانو د اینډې کوربه شو.

امریکا پخپله طریقه د نجیب د سقوط وروسته راغلی حکومت پدې خاطر ونه پیژاند چې هغه د چوکې ارغندې او چاراسیا په منځ کې محاصره ده او امریکایانو ویل چې موږ خپل ملت نه شو قانع کولی.

له همدې ځایه کابل د جنګ میدان شو او د جهاد مشران په بند دهلیز کې پاتې شول هیچا پکې جنک او سیاست یو طرفه نشو کړای وروسته چې طالبان راغلل هغوی هم د کابل د نیولو وروسته دغه بند دهلیز خلاص نشو کړای او کله چې امریکا پوه شوه چې طالب مبادا په افغانستان مسلط شي د ستمبر یوولسم یې پلمه کړ او د ناټو په ملګرۍ یې د حکومتونو هغه سلسله پیل کړه چې په ظاهره په انتخاباتو راتلل.

په افغانستان کې هر ځل چې انتخابات شوي آن د یوناما د اوسپنیزې قبضې په دوران کې هم بیاهم څوک پکې په غوڅه او پاکه طریقه وړونکی نه وه وروستۍ فیصله پکې له ناچاره امریکایي مشرانو ته پاتې وه په تېره دوره کې ډاګټر اشرف غني او ډاګټر عبدالله چې په کې مخکښ کاندیدان وه د تقلب په عنوان ډاګټر عبدالله د څو خیمو په درولو د قانون خلاف نیم حکومت د ځان کړ ولې وروستی ځل چې امریکا د افغانستان ټولو سیاسي مشرانو ته د انتخاباتو په رابطه همدا یوه خبره کوله چې سوله راتلونکې ده انتخابات به شاته شي کله چې ډاګټر اشرف غنی انتخابات اعلان کړل امریکا ورسره غبرګون ونه ښود ځکه امریکا ددې بند دهلیز په لوبه کې تر هر چا ماهر دی ،وروسته چې انتخابات وشول او ملت دغه انتخابات تحریم کړل او انتخاباتو ته راوتلي خلک په هیڅ صورت ملت نشي تمثیلولی بیا هم پکې د تقلب ماجرا رامنځته شوله.

امریکایي مشرانو خپلو افغاني ناسیالو مشرانو ته بار بار وویل چې سوله راځي انتخابات به دویم دور ته ځي بیا هم ارګ پکې مخکښ شو او کمیسون ډاکټر اشرف غني پکې برنده اعلان کړ او امریکایان یې په ظاهره خپلو تېرو ویناو ته کم راوستل ولې د لوړې په ورځ ارګ دوه غونډې درلودې او امریکایي مشران په یوه کې حاضر وه ولې بیا هم ډاګټر عبدالله له خپله بامه راکوز نشو د څو ساعتو لپاره کابلیانو فکر کاوه مسله یو طرفه شوه ولې پدې نه پوهیدل چې په کابل کې روان جریان او سیاسي دریځونه ټول د امریکا لخوا مهندسي کیږي او دا افغانان چې هیڅ سیاسي فرابلم یې یو طرفه کړی ندی، دا په هر ځل خپله د خپلې بې تدبیرۍ نه د امریکا فیصلو ته محتاجيږي ځکه په کوم دهلیز کې چې دوی روان دي بند دهلیز دی او دا پدې چې امریکایان پر افغاني مشرانو باندې دا څلویښت کلن بند دهلیز همداسې بند وساتي ،دوی پکې د یو افغاني پریکړې نه عاجز پاتې شي او پای به امریکا په امریکایي هنرمندې وروستۍ فیصله همدوی ته پاتې شي.

تاسې دغه وضیعت د سردار د هغې ورځې سره پرتله کړئ چې برژنیف پر سردار نیوکه وکړه چې ولې فرانسوي سروې کوونکي زموږ د پولې تر څیرمه سروې کوي سردار د خپل ولي نعمت دغه وړه نیوکه هم ونه زغمله.

افغاني مشران باید پوه شي چې متحد نشي همداسې به دوی په همدې بند دهلیز کې د فیصلو نه عاجز پاتې وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د پخوانی ګوندونو اصیل مجاهدین او زامن یی د طالبانو سره اوږه په اوږه په جهاد بوخت دی ، د بګیلو مشرانو څخه یی څه نه جوړیږی هغوی نور پلورل سویدی او د ډیموکراسی د راوستلو لپاره د اشغالګرو کفارو غلامی او نوکری کوی . امریکا خو ۱۹ کاله مخکی هم پخپله امریکایی هنرمندی فیصله کړیوه چی طالبان باید یا ووژل سی او یا بندیان سی ، خو د امریکا دا هنر میړنیو طالبانو د الله تعالی په پیرزوینه او د مجاهد ولس په مټو او قربانیو ور ناچله کړ . امریکا چی څومره هنرمندی او مکرونه وکړی بیا به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close