نړۍ

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمان ملک خپل خبربیرته واخیستی

rehman_mlik_in_karachin(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۸)اسلام اباد: نن سهار دپاکستان پر اکثرو خبرو رسنیو باندی داخبر ډیرګرم وو، چي دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک وایی دکراچي په روان کړکیچ کي داسرائیلو لاس دي،

دنوموړي دغه خبرپه داسي وخت کي خبري رسنیو خپور کړ چه دخبرله نشریدو څخه څو شیبي مخکی دایران له یوه رسمي سفر څخه دهیواد له اولسمشر اصف علي زرداري سره یوځای بیرته پاکستان ته راستون شوی وو.

خو دخبرله خپریدو څخه ډیرکم وخت تیرشوی وو نوموړی پر رسنیو باندی راښکاره شو، او ویی ویل ماداسی نه وو ویلي چي دکراچي په کرکیچ کي داسرائیلو لاس دي، بلکه خبري رسنیو زما په خبروکی لاس وهنه کړي اویا هم زما په خبره باندی سم ندي پوه شوی.

نوموړي وویل ما یواځي دومره ویلی وو، چي کراچي کي  داسي وسلي موندل شوی دي چي اسرائیلو پوری اړه لري. رحمان ملک وویل لیکونکی اوبریښنایی رسنیو زما خبرناسم نشر کړی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x