د نن سرلیکنه

د بندیانو په منځ کې د کرونا خپریدلو پړه د چا پرغاړه ده؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

په هیواد کې د کرونا وایروس تر خپریدو وروسته په یاد وایروس د اخته کسانو شمیر ۲۰۰۰ ته نیږدي کیږي.

په داسې حال کې چې دولت د کرونا وبا د مخنیوي په غرض د کابل په شمول د هیواد ډول لوی ښارونه قرنطین او دولتي ادارې تعطیل کړی مګر په زندانونو کې چې تر بل هرځای د کورونا وایروس د خپریدو ډیر احتمال دی ، په لسګونو زره بندیان د ژوند په تر ټول بدو شرائطو کې ساتل کیږي.

اوس چې د رسنیو د تازه رپوټونو په حواله د کابل په مرکزي محبس ( څرخي پله) کې په کورونا وایروس د یو شمیر بندیانو د مبتلا کیدو خبر ورکړل شوی باید سور صلیب او نور نړیوال مسؤل جهتونه دې په محابسو کې د انساني فاجعې په مخنیوي کې خپل مسؤلیت سرته ورسوي.

ځکه د لسګونو زره هغو بندیانو په منځ کې چې په هر یوه متر مربع کې څلور کسان اوسول کیږي د کورنا وایروس د شیوع احتمال تر بل هر ځای ډیر زیات دی.

د افغانستان ولسي جرګه چې نن یې د کرونا له وجې خپلې غونډې په رسمي ډول وځنډولي دا ورته په کار و چې تر خپلې تعطیلي وړاندې یې په زندانونو کې د لسګونو زره زندانیانو د خوشي کولو موضوع له دولت سره حل کړې وای.

همدا اوس مونږ څو مناسبتونه لرو چې باید ټول بندیان په تیره سیاسي هغه یې له هیڅ چون او چرا پرته د همدي مناسبتونو له امله له زندانونو څخه خلاص شي.

د سولې تړون بعدي مراحلو ته د رسیدو مناسبت، د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو مناسیت ، د ثور د ۸ مناسبت او پر دې ټولو سربیره د کرونا وایروس د خپراوي د
مخنیوي له امله باید نن زمونږ د هیواد په زندانونو کې هیڅ بندي نه وای پاتي.

یواځې جینايي بندیان چې په حقوق العبدي کې جزاګانو کې تر توقیف لاندې دي باید د لازمو طبي سهولیتونو په برابرولو سره د نورو بندیانو تر خلاصون وروسته د قرنطین شرائط برابر شي.

خو که دولت محابسو ته د کرونا وایروس تر رسیدو وروسته هم د بندیانو پر محبوس ساتلو ټینګار کوي ، د هغوی په منځ کې به حتما بشري ناورین رامنځته کیږي چې له شکه پرته ټول مسؤلیت به یې د دولت په تیره د هغوی د عدلي او قضايي چارواکو په غاړه وي چې له امله به یې حتما تر قانوني مؤاخذې لاندې نیول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد بلال (خادم)

‘گرانه مبصره
عجیبه مطلب لیکیلی دی ده
مونژ هم به دا وایو
دا گرسره خلک په دی هیواد کی ددی ویروس ککر شوی دی دچا په دغاره ده مگر دا گرسره خلک انسان نه دی ..؟ خیر دی چی دتاسی په نژد ملحد بی دین شوی دی مگر انسان خودی کرامو موزیزو طالبان صرف دخپلی دلی دژغورنی لپاره مسولیت لری که نور خلک را سره هم ….؟ حال داچی دا بندیان ددوی لاسونه ددی خلکو په وینه سره دی دهغه ژغورنی لپاره خپله وجیبه بولی اونر خلک ……………..!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx