
ادبي لیکني
څوک څه وايي؟
څوک وايي؟! چې کوږ بار تر منزله نه رسیږي او د دروغو منزل لنډ دی؟ د دروغو منزل خو تر اخرته پورې دی او کاږه بارونه په هماغه وخت منزل ته رسیږي.
څوک وايي چې بد ګرځي، بد به پرزي؟
که دا خبره رښتیا وای، اوس خو به یو سړی روغ نه و پاتې شوی.
څوک وايي چې: دروغجن مخ تور دی؟ ما خو ډیر دروغجن ولیدل، چې مخونه یې تک سپین دي.
څوک وايي چې: د شیطانانو دې کور وران شي؟
څوک وايي چې: د غله په غره کې ځای نه شته؟ رادې شي، ودې ګوري، چې ښارونه او بازارونه ترې نه ډک دي!
څوک وايي چې: غل نه یې له پاچا نه مه ډارېږه؟
آیا د ناحقې له شاهدانو نه ویره نه ده په کار؟
څوک وايي چې: په تشو خبرو کار نه کیږي؟ دلته خو په خبرو هر څه کیږي او بې خبرو هیڅ نه کیږي.
څوک وايي چې: د غله په ږیره خلی وي، ډیر غله شته چې بیخي ږیره نه لري.
څوک وايي چې: ډیر وايي لږ ترې خیژي، ما خو ولیدل چې هیڅ ترې نه خیژي.