ټولنیزه برخه

روژه او د غریبانو احوال

خالد مشال

دا وطن هسې نه هم د تراژیدیانو وطن دی، د ښادۍ خبر پکې ډیر کم او له زیاتې مودې وروسته اورېدل کیږي. خدای خبر ولې مې زړه اور کوي، کله هم چې په دې سخته روژه کې لوږې او تندې نیولي بیچاره ګان، خواران او غریبان ووینم. په لاره چې درومم؛ نو څو ځایه د وجدان له عذاب نه تېرېږم. دلته ښار، کلی او ان د دښتو شاړې له غریبو وګړیو ډکې دي. دې جګړو مونږ ته نور څه سوغات راکړی؛ خو بس غربت یې تر وروستي حده زیات کړی.

ما چې د لومړي ځل له پاره د جلال اباد ښار د زاړه ګمرک په جومات کې د مازدیګر لمانځه پر مهال یوه کونډه مېرمن په شکېدلې او سورۍ چادري کې په خوب ولیدله.

زړه مې ډوب شو. له ریا یې نه وایم؛ خو نیږدې وه، چې هلته ورته ضعف شوی وای.

تاسې ته به دا خبرې عادي ښکاره شي؛ مګر کله چې د هغې میرمن پر ځای خپله میرمن، خور یا مور تصور کړئ له درده به پاڅېدل درته سخت شي. په جومات کې د کونډې څنګ ته پنځه کلن ماشوم هم پروت و چې د مور په تقلید سره یې د شتمنو وګړیو (شېک بوټونه) رنګول. برش یې را اخیستی و. څومره روحي ځور یې راکړ.

دا یوازې د یوې مور او یوه یتیم کېسه نه ده، که په پلازمینې کابل، جلال اباد، مهترلام، اسعداباد، ګردېز، ښرنې، پل عالم، کدهار، هرات، مزار، غزني او بل هر لوی ښار کې وګرځېږئ؛ لسګونه او حتی سلګونه داسې دردونکې نمونې به مو تر سترګو شي.

دا چې روژه راغلې او ټوله نړۍ د کرونا وبا له ویرې ګرځبندیزونو او قرنطین نیولې؛ نو هر شتمن خپل کور له غلو، دانو، خوراکي توکو، وسایلو او د ورځنیو پکارېدونکو تجهیزاتو له سامانو ډک کړی دی؛ خو که غریبانو ته سر ورښکاره کړئ؛ نو کور یې بې سرپناه، دیوالونه یې د پسرلي زیاتو اورښتونو غورځولي، ماشومان یې په ژړا، پېغلې یې په بد حالت او مېرمنې یې بې اسرې او له غمه ډکو زړونو سره د کور په کونج کې له یو بل نه د مرورو په څير ناستې وي.

دوی دومره څه نه لري، چې روژه پرې ماته کړي. ښه خوراک او څښاک خو لا پرېږده. یوه مړۍ وچه ډوډۍ او پاکې اوبه هم نلري.

اوس به وایئ چې ښا نو مونږ څه وکړو؟

نور زیات هیڅ هم مه کوئ؛ بس که د انسانیت دعوه لرئ، د یو وار او وروستي ځل په حیث د دغو غریبانو جونګړو ته سر ورښکاره کړئ. دا خو ټولو ته معلومه ده، چې زمونږ بې غوره چارواکي په دې بحراني وضعیت کې هم د خپلو جیبونو ډکولو باندې لګیا دي؛ نو له هغوی ګیله نشته. چارواکي پوهه شه او د محشر په ورځ له رب سره د دوی مخ کېدل.

خو مونږ چې په شتمني او بډايي کې له چارواکو د ټيټې پوړۍ وګړي یو. یو وخت خو به مو سخته تېره کړې وي؛ باید چې د یو څو شېبو له پاره یې له ځان سره بېرته رایاده کړو. د ګرمو سیمو ګرمي. د غربت بد او زړه ماتونکی حالت، د روزګار نشتون، د سرپرستانو په نشتون کې د تور سرو میرمنو بد وضعیت…. ډاډه یم چې که هر څومره لوی زړه ولرئ د هغوی وچې او پتري نیولې شونډې، سپېره مخونه او شلېدلې جامې به مو وژړوي، په خپل انسانیت به شرم درشي او مطلق به انکاري شئ، چې څنګه اشرف المخلوق (انسان) د بل اشرف المخلوق (انسان) له حاله ځان ناخبره وساتي.

تاسې د کونډو او غریبو میندو هغه حال ووینئ، چې څنګه د خپلو کوچنیو اولادونو د نس ساتنې او رزق برابرولو په خاطر درانه کارونه کوي، هغه کارونه چې په ژوند یې هم تصور نشو کولی. دوی د زړه په وینو (وروستي زور) د زړه غوښې (اولادونه) ساتي.

که یو ځل د دغو غریبو ګاونډیو، کلیوالو، قومیانو او ان د لیرې سیمو (هېوادوالو) حالت له نیږدې ووینئ؛ زړه مې ګواهي ورکوي، چې تاسې به د ملامتۍ احساس وکړئ. یوه شېبه به مو په فکر کې وګرځي، چې خپل رب ته به د خپلې شتمنۍ د پرځای مصرف څنګه ځواب ورکوئ؟

هو! دلته هر دوهم تن لوږه زغمي، هر دریم تن یې نهر وي او هر څلورم تن له لوګې د ځان وژنې فکر کوي؛ خو اسلامي عقیده یې بېرته له دې کاره را ګرځوي. مګر نه پوهېږم مونږ (شتمن) ولې دومره کلک زړي یو، چې د هغوی په حال رحم نه کوو؛ منم روزي ورکوونکی الله جل جلاله دی؛ خو ټول شتمن یې غریبو ته د روزي رسولو وسیله ګرځولي. مونږ خو داسې نشو کولی، چې تی خور ماشوم په وچه صحرا کې پریږدو او په بې باکۍ سره ووایو، چې: زه رزق ورکوونکی خو الله جل جلاله دی! منم هغه له ټولو ښه روزي رسان دی؛ خو مونږ یې وسیله یو.

غوره ده چې د خپلې مسلمانۍ او افغانېت له مخې د خپلو بې وزلو او غریبو هېوادوالو حال احوال واخلو. په تش دسترخوان یې ډوډۍ ورته کېږدو او د خوراک ترڅنګ یې د روغتیا او ښې پالنې غم وخورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx