دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاق

عبدالرحمان عباس

د اخلاقو تعریف:
اخلاق په لغت کې خوی، خصلت او طبیعت ته ویل کیږي. په اصطلاح کې اخلاق په نفس کې له هغه ځای په ځای شویو صفتونو یا خویونو څخه عبارت دي، چې انسان د هغه په واسطه ښه له بدو او وړ له ناوړو څخه بیلوي. که انسان د ښو اخلاقو خاوند وي، هغه ښه، د منلو وړ او ښایسته کارونه سرته رسوي؛ لکه: رښتیا، نیکي، له یو بل سره مرسته، زړه سوی، امانتداري او… خو که خدای مه کړه څوک د بدو او ناوړو اخلاقو څښتن وي، له هغه څخه ناوړه او ناخوښه کارونه سرته رسیږي؛ لکه: درواغ، ښکنځلې، غلا، خیانت، ظلم او…

په اسلام کې د اخلاقو مرتبه:
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له رسالت او د اسلام د سپیڅلي دین له راتګ وړاندې به عربو او د ځمکې د مخ په نورو ولسونو کې بد او ناوړه اخلاق ډیر دود وو. د اسلام ستر پېغمبر صلی الله عللیه وسلم د الله تعالی له خوا د بشریت د لارښوونې او ژغورلو له پاره راولیږل شو، قران کریم پرې نازل شو او دا دنده ورکړل شوه چې نېک اخلاق په خلکو کې بشپړ کړي، لکه چې فرمایي:
(أنما بعثت لا تمم مکارمم الاخلاق)
ژباړه: زه د دې له پاره رالېږل شوی یم چې مکارم او نیک اخلاق بشپړ کړم.

په دې توګه هغه د ناوړو عادتونو او اخلاقو شړۍ ټوله کړه او عالي او ارزښتمن اخلاق یې تعمیم او پلي کړل، بشریت یې له ګمراهیو او بدمرغیو څخه د نیکمرغیو او د دنیا او اخرت ښېګڼو ته راوباله.

د پورته وینا پر بسټ د الله جل جلاله پېغمبر د خپل بعثت او رسالت اصلي او بنسټيز هدف د نیکو اخلاقو بشپړول ګڼلي دي. له دې امله اخلاق د اسلام د سپیڅلي دین اساسي رکن ګڼل کیږي.

په اسلامي لارښوونو کې په عومي توګه عقاید، احکام او اخلاق نغښتي دي. عقاید د انسانانو عقیده او ایمان سموي، احکام د انسان کړه وړه تنظیموي او اخلاق د انسان طبیعت او خویونه ښایسته کوي.

د پېغمبر صلی الله الله علیه وسلم د اخلاقو څو بېلګې:
ام المؤمنین حضرت عایشې رضي الله عنها فرمایلي دي: د پېغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاق قران کریم و؛ یعنې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند د قرانکریم د احکامو او عالي ارزښتونو عملي تطبیق و. هر مسلمان چې قرانکریم تلاوت کړي او ځان پرې پوه کړي، د اسلام د ګران پېغمبر اخلاق په غوره توګه پېژني او عمل پرې کوي. د اسلام د ستر پېغمبر، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اخلاقو څو بېلګې یادوو:

۱ــ پېغمبر صلی الله علیه وسلم تر ټولو انسانانو رښتینی انسان و. له درغو څخه یې کرکه درلوده، ټولو ته به یې په رښتیا ویلو امر کاوه، فرمایلي یې دي: رښتیا ویل سړی ژغوري او درواغ سړی هلاکوي.

۲ــ نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات حیاناک انسان و، مسلمانانو ته یې په شرم او حیا امر کاوه او له بې حیایۍ څخه یې منعه کول. فرمایي: حیا د ایمان څانګه ده.

۳ــ پېغمبر صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات امانت ساتونکی و، ان تر دې چې په خپلو دښمنانو کې په امین مشهور و. مسلمانانو ته یې په امانت ساتلو ټینګار کاوه، له خیانت څخه یې منع کول، لکه چې فرمایلي یې دي: څوک چې امانت نه ساتي؛ هغه ایمان نه لري.

۴ــ پېغمبر صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخاوت او کرم درلود، څه یې چې په واک کې وو، له نورو سره یې شریکول. فرمایلي یې دي: تر ټولو غوره خلک هغه څوک دي چې نورو ته یې ډېره ګټه رسیږي او مرسته ورسره کوي.

ماخذ: نبوي اخلاق او د نصاب د هېواد پالنې او تفسیر شریف کتابونه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x