
اروپايي اتحادیه: که سیاسي اختلافات حل نشي، په مرستو منفي اغېز کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د غني او عبدالله د سیاسي اختلافاتو په دوام د اروپایي اتحادیې د غړو هیوإدونو یو شمېر سفیرانو او په کابل کې ددې اتحادیې پلاوي د یوې اعلامیې له لارې ګواښ کړی، که سیاسي بحران حل نشي، دا به په راتلونکو مرستو منفي اغېز وشیندي.
دغه څرګندونې د اروپايي اتحاديې د غړو هیوادونو یو شمېر سفیرانو د ناروې له سفیر سره په ګډه، له عبدالله عبدالله سره تر تلیفوني خبرو وروسته کړې.
دوی ویلي، سیاسي اختلافات باید پای ته ورسېږي او ملي اړتیاوې باید تر هر څه وړاندې مطرح شي او که داسې ونشي، د افغانستان د خلګو غوره راتلونکې به په خطر کې ولوېږي.
اعلامیه کې زیاته شوې « د افغانستان د عمده ملاتړو او ملګرو په حیث موږ له عبدالله عبدالله سره د خبرو په مهال دا اندېښنه څرګنده کړه، چې که د سیاسي اختلافاتو په حل کې پرمختګ ونه لیدل شي، دا به په امنیتي او رغنیزه برخه کې په کېدونکو مرستو ناوړه اغېز ولري.»
اعلامیه کې د اروپایي اتحاديې استازو عبدالله عبدالله د حساب وړ شخص بللی، چې ددوی په خبره، کولای شي له ډيموکراټیکو لارو څخه په کار اخستلو روان بحران حل کړي او ټينګار شوی، چې اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې خپلې ټولې هڅې له کرونا سره په مبارزې او د حالت د کابو کولو په موخه د مذاکراتو په پیل ولګول شي.
Head of the #EU Delegation, Member States Ambassadors present in Kabul, and the Ambassador of Norway, had an audio call with Dr Abdullah Abdullah today.
Read the Press Release: pic.twitter.com/FXuGulJs7i— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) April 29, 2020
بل لور ته د عبدالله عبدالله مطبوعاتي دفتر وایي، د اروپايي اتحاديې له سفیرانو سره یې د روان سیاسي بحران، له کورونا سره په مبارزې او بین الافغاني مذاکراتو په پیل خبرې کړې او د هغوی د اندېښنو په جواب کې يې ټينګار کړی، چې ټیم یې له یوې معقولې لارې د اختلافاتو حل ته تیار دی.
https://twitter.com/SapidarAFG/status/1255483165671596034?s=20
اروپایي اتحادیه داسې مهال د مرستو ګرځولو ګواښ کوي، چې په کابل کې د عبدالله او غني سیاسي اختلافات لا په خپل ځای پاتې دي او د پرمختګ کوم څرک پکې نه لیدل کېږي.
تر دې وړاندې د حکومت یوه ستر ملاتړي «امریکا» هم د همدې سیاسي اختلافاتو د نه حل کېدو په بهانه له حکومته یو میلیارد ډالري مرسته ګرځولې وه او د یو میلیارد نورې مرستې د ګرځولو ګواښ یې کړی و.
دا سیاسی اختلاف نه دی ، بلکه د ملی او بین المللی مافیه وو تر منځ د اخری ناکامیو په ډرامه کی تری لیار ورکه شوی تر څو په دی واسطه یا بهانه جوی د زمرو له هیواده پښی سپکی کړی