افغانستان

مشرانو جرګې د روغتیا وزیر او د اشرف غني سلاکار څارنوالۍ ته معرفي کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشرانو جرګې یو شمېر غړو له کرونا سره د مبارزې د کمېټې مشر او د اشرف سلاکار «وحید عمر» او د روغتیا وزیر «فیروزالدین فیروز» لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي، د روغتیا وزیر له کرونا سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی او وحید عمر بیا د هغه اووه ویشت میلیونه بودیجې په اړه وضاحت ندی ورکړی، چې نوموړي د عامه پوهاوي تر نامه لاندې مصرف کړې.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې مشرانو جرګې وحید عمر او فېروزالدین فېروز فوق العاده غونډې ته بللي وو، خو هغوی حاضر شوي نه وو.

مشرانو جرګې غړو هماغه مهال ګواښ کړی وو، که یاد شوي چارواکي او ټيم یې تر څلورویشت ساعتونو حاضر نشي، دوی به یې لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي او له حکومت سره به خپله همکاري پرېږدي.

د روغتیا وزیر د مشرانو جرګې غړو دې پرېکړې ته په طنزیه ډول جواب ورکړی. نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د مشرانو جرګې له مینې مننه، خو د قانون جوړوونکو له لوري په یوه خونه کې راټولېدل نه بښل کېدونکی جرم دی.»

په ورته وخت کې له کرونا سره د مبارزې په وړاندې د حکومت په چلند ګڼ انتقادونه شته.

منتقدین وایي، حکومت د کرونا په نامه شوې مرستې په انحصار کې ساتي، چې بې باوري یې رامنځته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x