نړۍ

مولاناصوفي محمد دغداري اووژنو په تورباندی محکوم شو

Sufi-Mohammad-543(نن ټکي اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۸) بیښور: دتحریک نفاذ شریعت پخواني مشر مولانا صوفي محمد، چي دوه کاله مخکي یی په سوات کي دطالبانو اوپاکستاني حکومت ترمنځ دروغي جوړي لپاره  منځګړتوب کاوه، نن ورځ په پیښور کي دترهګري په خلاف جوړي شوی کومي محمکمي له لوري په وژنو اوله هیواد سره په غداري باندي محکوم شو.

مولانا صوفي محمد چي دمولانا فضل الله خسرکیږي، مولانا فضل الله په سوات کی دپاکستاني حکومت په خلاف دراپورته شوي پاڅون مشروو، کله چي په کال ۲۰۰۹ کي پاکستاني عسکرو دنوموړي په وړاندي په پراخو عملیاتو لاس پوري کړ،  اخیرکي یی له سواته څخه په ایستلو مجبورکړ.

مولانا صوفی محمد دپیښور کوم زندان کي ترسختو امنیتي تدابیرو لاندی شپي او ورځي تیره وي، نن محکمي دنوموړي د نورو ۲۳ ملګروپه شمول له هیواد سره دغداري اوهمدارنګه دوژنو په تورباندی محکوم کړ.

دمحکمي لخوا څخه ورباندي تورلګول شوی دي چي مولانا صوفی محمد اوملګرو یی دپولیسو کوم مرکز په نښه کړي وو، چي له کبله یی د ۹ تنو نیمه فوځي چارواکو په شمول ۱۱کسه وژل شوی وو، محکمه وړاندی لیکي چي له دغو نه علاوه  مولانا صاحب اوملکرو یی نوری حکومتي وداني اوتاسیسات هم په نښه کړي وو، چي دنوموړي دغه کړني ټولی له هیواد سره غداري بلل کیږي.

دخیبرپښتونخوا دعدليی وزیر ارشد عبدالله دپورته خبرونه پخلي کړی ده، نوموړي زیاته کړه، مولانا صاحب نه غواړي چي دمحکمي له لوري ورباندی د وتلي پریکړي په خلاف دځان دفاع وکړي، ځګه چي نوموړي دپاکستان په محاکمو کي پلی قانون نه مني اونه ورته دپاکستان رسمي قانون وایی.

ومولانا صوفی محمد زوم چي دپاکستان دحکومت له لوري یی په سرباندی شپږسوه پنځلس زره امریکایی ډالره جائیزه ایښودل شوی ده، په سوات کي دحکومت په خلاف دطالبانو دپاڅون لامل هم بلل کیږي، اوپاکستانی چارواکي وایی له هغه څخه وروسته چي فوځ دطالبانو په وړاندي عملیات وکړ، اوطالبان یی له سوات څخه وشړل،   مولانا فضل الله  له سیمي څخه وتښتیدی  اوس دافغانستان په ختیځ کي اوسیږي اوکله کله یی وسلوال ملګري له پولي څخه را اوړي اوپاکستانی عسکرپه نښه کوی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x