افغانستان

امریکا لا هم  په افغانستان کې د خپل تښتول شوي قراردادي په لټه کې ده

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۱ غوايي، ۱۳۹۹ل):  د امریکا متحده ایالاتو امنیتي ادارې او استخبارات لا هم د خپل هغه قراردادي لټه کوي، چې ویل کېږي د روان میلادي کال په لومړیو کې له خوست ولایت څخه تښتول شوی او تر دې دمه لا پته دی.

۵۷ کلن فیریکس د امریکا د سمندري ځواک موټروان پاتې شوی وو، په دې برخه کې یې د نړیوال لوژستیک ملاتړ د تنظیم مسئولیت ترسره کړی و او تر څنګ یې د سوډان، عراق او افغانستان په ګډون په ګڼو سیمو کې د انجینر  او قراردادي په حیث وظیفې ترسره کړې وې.

که څه هم طالبان وايي، د پېښې په تړاو معلومات نلري؛ خو د فیریکس خور هم د خپل ورور د تښتول کېدو پړه په طالبانو اچوي او وایي «زموږ ورور په جنوري میاشت کې د طالبانو له لوري وتښتول شو. په فبروري کې موږ له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه، خو فیریکس ددې هوکړې برخه نه وو، اوس موږ د زرګونه حکومتي او طالب زندانیانو د تبادلې شرایط برابروو، ولې فیریکس له دې بندیانو څخه یو کېدای نشي.»

بل لور ته  اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وایي، چې امریکایي استخباراتو د فیریکس د ژغورلو په موخه د نوموړي او یو شمېر نورو شکمنو کسانو د تلیفونونو موقعیتونه مشخص کړي او د افغانستان په ځینو سیمو کې یې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د حقاني ډلې یو شمېر غړي نیول شوي هم دي.

د نوموړي پلار هم  د امریکا پر ولسمشر «ټرمپ» او د بهرنیو چارو په وزیر «مایک پمپيو» غږ کړی، چې زوی یې وژغوري.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر بهرنيان په افغانستان کې تښتول شوي او له ډلې يې ځیني د طالبانو لاس ته لوېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x