افغانستان

بلخ: دولتي ځواکونو یو جامع مسجد او مشهوره مدرسه په ډیسي توپونو ویشتلې / انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): په بلخ ولایت کې دولتي ځواکونو یوه مشهوره دیني مدرسه منهاج العلوم په نښه کړې او د جامع مسجد په شمول یې مدرسې ته دروند زیان اړولی دی.

د نن ټکي اسیا د معلوماتو سره سم د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې د د فلاس پوش په سیمه کې دغه پيښه را منځته شوې او نن ټکی اسیا ته په رسیدلیو انځورونو کې ښکاري چې مدرسه او مسجد دواړو ته د توپونو د مرمیو له امله زیان رسیدلی دی.

که څه هم پيښه په دغسي وخت کې را منځته شوې چې په هیواد کې مدارس رخصت دي، مالومه نه ده چې دغه مدرسه او جامع مسجد په څه وجه په نښه شوي.

په پيښه کې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکول شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي لنډ پيغام کې دغه پيښه د «مزدور دښمن وحشي عسکرو» جنایت بللی او غندلی دی.

تر اوسه دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت د پيښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د تیرې یکشنبې په ورځ د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد او د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر بلخ ولایت ته سفر کړی وو او هلته یې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د عمومي قومندان برید جنرال هیبت الله علیزي او پامیر ۲۱۷ قول اردو قومندان برید جنرال محمد علي یزداني سره کتلي وه او هغو ته یې د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه لازم هدایات کړي وه.

جامع مسجد او مدرسه منهاج العلوم جامع مسجد او مدرسه منهاج العلوم جامع مسجد او مدرسه منهاج العلوم جامع مسجد او مدرسه منهاج العلوم جامع مسجد او مدرسه منهاج العلوم جامع مسجد او مدرسه منهاج العلوم

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

رب دى هغه وشرموى چې د مسجد او مدرسى څخه سنګر جوړوى او هم د هغه الله وشرموى چې داسي مقدس ځاينونه بمباروى

طوطی

###

Karwan

طوطي ته يو بي عقيدي او فاسد وحشي انسان ئي. يا دي دکمونستانو او يا ددالرو په اخور خوړلي. ته ماديات پيږني او بس. که چيري په مدرسو او مسجدونو کي اسلحي وي، خو بيا ورشي تلاشي ئي کړي، نو ولي په ناديده حالت کي دغه ديني او عبادتي ځايونه په توپونو باندي تخريب کوي. دتاسي ټولو بيدينو څيري خلکو ته ښي معلومي دي، ولي متعاسفانه چه يو تعدادضعيف النفسه انسانان مو په دالرو اخيستي او چکچکي درته وهي. دروژي مبارکه مياشت ده، الله مو تباه کړه او د الله په غضب اخته شي. کاروان

طوطی

#####

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close