افغانستان

طالبان: څرخي پله زندان کې مو د کرونا له امله یو بندي وفات شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، په څرخي پله زندان کې یو تن بندي، چې د کرونا ناروغي یې درلوده، وفات شوی.

د طالبانو د بندیانو چارو له کمېسیون څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد بندي علي حیدر نومېده او د بلخ ولایت اوسېدونکی وو، چې څه موده وړاندې په کرونا ناروغۍ اخته شوی و او نن وفات شو.

طالبانو د وفات شوي بندي له کورنۍ سره غمشریکې څرګنده کړې او په بشري نهادونو یې د حالت د کابو کولو غږ کړی « د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون د بندیانو په اړه یوځل بیا خپله جدي انديښنه څرګندوي، له نړیوالو او بشري نهادونو څخه غواړي چې د بندیانو قضيې ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو نور بندیان وژغورل شي.»

طالبان داسې مهال څرخي پله  زندان کې د کرونا له امله د خپل یوه بندي د وفات خبر ورکوي، چې د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي، تر دې دمه دې زندان کې د کرونا ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې.

په ورته وخت کې طالبانو نن ۵۲ تنه دولتي زندانیان په کندز ولایت کې ازاد کړي او ټینګار یې کړی، چې له کرونا څخه د زندانیانو د ساتلو په موخه یې هڅه داده، څو د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

اخ ! لويه څښتنه ته پر دې غيورو ، خو د ظالمانو په قيد کي اسيرو مظلومانو خپل عميم مرحمت ولوروه ! په ژړا او په اوښکو کي بل څه ووايم بس الهي د ظالمانو بېخ وباسه !

جمیل

امین یا رب العلمین

محمد

اللهم آمین یارب العلمین — یااله العلمینه ټول هغه کسان چې ظالمان دی ته یې هلاک او برباد کئ — اللهم اشدد وطاتک علیهم واهلکهم کهلاک عاد وثمود- وقاتلهم قتالا کبیرا

زینت الله(راهداد)

دا مو هال دی کله په یوه نوم وژل کیږو کله په بل نوم تقرباً څلویښت کاله پوره شول چې په افغانستان کې وینه تویونه شروع ده کومه ګټه مو پکې وکړه که غربیانو جنګ وکړ نو ګټه یې پکې وکړه ملت یې په سهلت کې دی موږ ته ګوره ملت مو د فکر غریبۍ له وجې مري زموږ په هال د خدای( ج )ورحمیږی

مجاهد

زه د ځینو خلکو څو مخیو ته حیران پاتی شم ، وایی یا [ شین کفر او یا سپین اسلام ] یعنی که کافر یی خپل کفر او که مسلمان یی ښه او پوره مسلمان اوسه . د مثال په ډول ، په همدی تبصرو په یوه تبصره کی لیکل شوی چه : [[ کومه ګټه مو پکې وکړه که غربیانو جنګ وکړ نو ګټه یې پکې وکړه ملت یې په سهلت کې دی موږ ته ګوره ملت مو د فکر غریبۍ له وجې مري ]] که ستا کور د کفارو یا حتی د ظالمو مسلمانانو یا خپلوانو له خوا… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x