افغانستان

سرور دانش: نږدې ورځو کې غني او عبدالله توافق ته رسېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» دویم مرستیال «سرور دانش» وايي، په راتلونکو څو ورځو کې عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشري په غاړه اخلي او په دې توګه د دواړو لورو تر منځ اختلاف پای ته رسېږي.

دانش دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له استازې سره د ویډیويي کانفرانس له لارې کړې. ده ویلي، د ملي وحدت د ساتلو په موخه د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره هڅې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د ملي مشارکت حکومت په چوکاټ کې دواړه لوري توافق ته ورسېږي او عبدالله به د مصالحې شورا مشري په غاړه واخلي.

نوموړي ددې تر څنګ د سولې په اړه خپل نظر بیان کړی، بین الافغاني مذاکرات یې يوه سخته مرحله یاده کړې او په دې برخه کې یې د نړیوالو ملګرو د ملاتړ او مرستې هیله کړې.

سرور دانش په نږدې راتلونکې کې د عبدالله او غني د سیاسي کړکېچ د حل کېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې د کابل د سیاسي بحران په حل ټینګار زیات شوی او د حکومت نړیوالو ملاتړو ګواښ کړی، که اختلافات پای ته ونه رسول شي، په راتلونکو مرستو به ناوړه اغېز وکړي.

بل لور ته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، له غني سره د جوړجاړي هوکړه یې وروستۍ کړې ده او په لنډ وخت کې به منځګړو ته وسپارل شي.

که څه هم د عبدالله له لوري د وړاندې کېدونکې طرحې جزئيات رسنیز شوي ندي، خو ویل کېږي، نوموړي په کابینه او د حکومت په نورو برخو کې د پنځوس او څلوېښت سلنه واک وړاندیز کړی او د مصالحې شورا مشري یې منلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx