افغانستان

لغمان او وردګو کې د حکومت ۱۱۶ کارکوونکي، پولیس او عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د لغمان ولایت په اوو ولسوالیو او د میدان ودرګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د حکومت تر سلو زیات کارکوونکي، عسکر او پولیس طالبانو ته ورغلي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپرې شوه خبرپاڼه کې راغلي «د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د لغمان ولایت په علیشنګ، الینګار او دولت اباد ولسوالیو کې د مزدوري ادارې ۱۰۰ تنه عسکر، پولیس او نور کارکوونکي په دغه اداره کې له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې دروند هرکلی وشو او بیرته خپل ازاد ژوند ته سوق کړل شول.»

ددې تر څنګ په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي «د میدان وردګ ولایت، نرخ ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په مرسته د کابل ادارې ۱۶ تنه عسکر او پولیس له جګړې لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې تود هرکلی وشو.»

د طالبانو په خبره، د تسلیم شویو کسانو دروند هرکلی یې کړی او هغوی هم ژمنه کړې، چې نور به له حکومت سره همکاري نه کوي.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک او دولتي کارمندانو ته د طالبانو لخوا د عامې بښنې له اعلان نه وروسته ګڼ شمېر دولتي ځواکونه او کارمندان خپلې دندې پریږدي او طالبانو ته تسلیمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx