
واڼه: د پښتون ژغورنې یو مخکښ غړی په وسله وال برید کې ټپي شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر عارف وزیر نن د جمعې په ورځ ماښام په یوه وسلوال برید کې ټپی شوي او روغتون ته انتقال شوی دی.
عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مشهورې څیرې علي وزیر د تره زوی دی.
علي وزیر چې د پاکستان په ملي اسمبلۍ (جرګه) کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی دی، د اسلام اباد څخه واڼه ته پر لاره د رسنیو سره په خبرو کې ویلي، تر اوسه د عارف وزیر روغتیايي وضعیت په اړه څه نشي ویلای، د پيښې په اړه له هرې خوا ورته مختلف راپورونه ورکول کیږي، چې واڼه ته ورسیږي، اصل صورت حال به د رسنیو سره شریک کړي.
بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ مشر محسن داوړ هم رسنیو سره په تماس کې د پيښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې په دغه پيښه کې بریدګر هم ژوبل شوي دي.
د نوموړي په وینا عارف وزیر یوه مرمۍ په غاړه او بله په سر کې لګېدلی چې له امله یې روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې ډیري دي.
دا پښتون د علی وزیر د تره ځوی دی الله دی د ده شهادت قبول کړی. هغه همدا نن شهید شو.