لیکنې

افغانستان؛ يوه جګړه چې بايد هېره نه شي، يو ولس چې بايد لاسنيوی يې وشي

ليکوال: جوسيپ بوريل فانټيليس
ژباړن: عصام ننګرهاری

** «لیکوال – جوسيپ بوريل د بهرنيو چارو او امنيتي پالېسۍ په برخې کې د اروپايي ټولنې لوړپوړی استازی او د اروپايي کميسيون مرستيال رئيس دی.»

کاناډا او اروپايي ټولنه له نږدې دوو لسيزو راهيسې په افغانستان کې ژورې ښکېلې دي. دمګړی د نړۍ تمرکز په بشپړ ډول له کورونا نړيوالې وبا سره په مبارزې دی او د دې خطر شته چې افغانستان له نړيوالو سرليکونو څخه غايب شي. دا به تېروتنه وي، ځکه چې مونږ له افغانستان سره ګډې منافع لرو او هغه دا چې د پايېدونکې سولې په ټينګښت او د يوه کارنده دولت په جوړولو کې ور سره مرسته وکړو.

سمه ده چې ځينې به غواړي چې دغه هيواد ته نن په مجموع کې د ناکامۍ له زاويې وګوري، او ريښتيا هم په دې اړه بوږنوونکې احصايې موجودې دي. تېر کال په مخامخ جګړې يا ترهګريزو بريدونو کې ۱۰۰۰۰ کسان ټپيان شوي يا وژل شوي؛ منظم جنايتونه په پراخېدو دي او افغانستان د ترياکو په توليد کې د نړۍ مخکښ دی؛ پر خاورې د دولت واک محدود دی؛ او زيات شمېر افغانان هماغسې له خپل هيواده په تېښته دي. په ۲۰۱۹م کال کې اروپا ته له ۳۰۰۰۰ څخه زيات افغان مهاجر په ناقانونه ډول رسېدلي چې اروپا ته د مهاجرينو تر ټولو غټه ډله ده.

کېدی شي دې پايلې ته رسېدل به ښه ښکاري چې زمونږ هڅې له ناکامۍ سره مخ دي او چې کړکېچ مو کور ته په رارسېدو دی، ښه به وي چې خپل تاوان کم کړو او پښې وباسو. مګر دا به تېروتنه وي او په دې معنیٰ به وي چې وروسته به له دې څخه ډېره خواري کوو. سره له دې چې د ناممکن هيله له هيچا نه کيږي، مونږ د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لرو او بايد ښکېل پکې پاتې شو.

ولې؟ ځکه چې، لکه کورونا چې راوښودله، د هلته او دلته په نوم څه نه شته. د افغانستان ستونزې به بيا هم نورو ځايونو ته خپريږي. ځکه چې د افغانستان سوله زمونږ سوله ده. ځکه چې له طالبانو پرته هلته داعش او ۲۰ نورې ترهګرې ډلې، ټوپک-واکي، د ترياکو لېږدوونکي او هر ډول فُرصت لټوونکي شته چې کولی شي دغه هيواد نور هم بې ثباته کړي او نورو ته ګواښ وګرځي. ان که کله افغانستان د سيسيفوس د افسانې په نوې بڼې (تکراري ناکامۍ) بدل هم شي، لاس اخيستل به ترې لا سترې ستونزې وزېږوي او د ډومينو اغېز په څېر به يوه د بلې سبب شي او تر اروپا او له اروپا هاخوا به ورسيږي.

خطر څه شي ته متوجه دی؟

افغانستان له اروپا څخه ډېر لرې پروت دی، مګر مشترکو ننګونو او منافعو ته په کتلو د نږدې ګاونډي غوندې احساسيږي.

افغانستان يوه کوچنۍ نړۍ ده او زمونږ د نړۍ ډېرې ننګونې لکه د نړيوال واک سياست، ترهګري، زور کاروونکې توندلاري، د نشه يي توکو توليد، سياسي کورنی جنګ، توکميز وېش، کډوالي، بېوزلي او د بشري حقونو نقض پکې په يوه ځای کې راټولې شوې. افغانستان هغه ځای دی چې داعش پکې په سوريې او عراق کې له ماتې خوړلو وروسته هم فعال دی. همدارنګه داسې هيواد دی چې ډېره زياته ځاني، مالي او سياسي پانګونه پکې شوې، او د لارې په اوږدو کې خنډونه شته.

مګر افغانستان د فُرصتونو ټاټوبی هم دی او داسې ځای دی چې د متحدو ايالتونو له نظامي وتنې سره پکې نوی نړيوال جيوپوليټيک نظام د تشکل په حال کې دی. دا په يوه نازک سيمه ييز چاپيريال کې د دموکراسۍ د جوړونې يوه هڅه ده. دا د بېوزلو خلکو شتمن هيواد دی: پراخې طبيعي زېرمې او شتمنۍ لري چې د جګړې او ناسالم مديريت له کبله ترې ګټه نه ده اخيستل شوې. له جګړه ييز اقتصاد څخه سوله ييز اقتصاد ته بدلولو او مرکزي اسيا له سويلي اسيا سره نښلولو له لارې به يې پراخې سيمې ته ګټه ورسيږي. د اصلي لوبغاړو تر مينځ خبرې په جنيني پړاو کې دي او د سولې يو نوکی بهير تشکيل شوی.

له ۲۰۰۱م کال راهيسې اروپايي ټولنې او غړو هيوادونو يې په ګډه خپلې ټولې سياسي، نظامي، دپلوماتيکې او مالي هلې ځلې د دې له پاره توظيف کړي چې په دې کې مرسته وکړي چې افغانستان په يوه عصري هيواد بدل شي او د خپل اقتدار، اساسي قانون او ارمانونو ساتنه وکړي. دا کار په پيچومي ختل دي. مګر د هغې په پرتله چې افغانستان ۲۰ کاله وړاندې په کوم حالت کې وو، د نجونو د تعليم، د ښځو د غښتلتيا، روغتيا پالنې، رسنيزې ازادۍ او مدني ټولنې په برخو کې پکې پام وړ پرمختګ شوی. دغه لاس ته راوړنې بايد وساتل شي. که د افغانستان د تاريخ يو نوی باب پرانستل کيږي، اروپايان ور ته د نندارچيانو په څېر نه شي پاتې کېدی.

څه بايد وشي؟

لومړی، له سولې پرته هېڅ شی هم تغير نه کوي. مونږ بايد له اوسني فُرصت څخه ګټه واخلو. مګر دې ته هم اړتيا لرو چې ټول افغانان سمدستي د بين الافغاني خبرو د پيلولو مخلصانه ژمنه وکړي. د متحدو ايالتونو او طالبانو تر مينځ شوي تړون اهميت دلته همدومره دی چې آيا د بنسټ په توګه يې کارولی شو او که نه. دا د سولې تړون نه دی: د افغانستان حکومت پرې ملزم نه دی او ځکه نو يوازېنی مقياس نه شي ګڼل کېدی. څه شی چې مهم دي، هغه دا دي چې د سولې روحيې ته درناوی وشي او باور رامينځ ته شي.

دوهم، مونږ يوه واقعي اوربند ته اړتيا لرو. هره ورځ يې په ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هيوادونو په سازمان کې نوي اړخونه د غوښتنې غږ بدرګه کوي. د کورونا وايروس دغه نوې وبا د دغه غږ بيړنيتوب نور هم زياتوي.

درېيم، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تازني پرېکړه ليک يو ويښوونکی پيغام ورکړ او هغه دا چې نړۍ بايد د “اسلامي امارت” رامينځ ته کېدل و نه مني. د ملګرو ملتونو د منشور اصول بايد خامخا ومنل شي او د ټولنيزو او سياسي آزاديو په ډګر کې لاس ته راوړنې بايد خامخا وساتل شي.

څلورم، د کابل ګڼ مشران او ډلې بايد سولې ته د کار کولو له پاره يوه ټولشموله لاره ومومي او هوکړه پرې وکړي. دوی بايد خامخا يو بل ته د سياسي سيالانو په سترګه وګوري نه د دُښمنانو. طالبان هم بايد په خپل وار د نظامي فاتحينو په توګه را نه شي. دلته د شطرنج د مات خبره بيخي مطرحه نه ده، بلکې هغه تر ټولو غوره حالت به يې د تساوي حالت وي. له رټل شوي حالت څخه له متحدو ايالتونو سره د تړون لاسليکوونکي حالت ته تغير چا ته سياسي مشروعيت نه ورکوي. په راتلونکي کې به کېدی شي طالبان د افغانستان په حکومت کې ونډه واخلي. افغانانو ته به ښايي چې له پخوانيو دُښمنانو سره په يوه داسې چاپيريال کې کار کول زده کړي چې دموکراتيکه فضا حفظ کړي او نړيوالې ټولنې ته به ښايي چې خپله لاره وټاکي.

پنځم، نظامي وتنه بايد د نړيوالې مرستې د وتنې لامل نه شي. اروپا د نړۍ د تر ټولو غټې مرستندويې په توګه د دې جوګه ده چې پراخې بسپنې راټولې کړي او له سوداګرۍ سره يې يو ځای کړي. مګر يو شی بايد روښانه وي چې د دغسې مرستې ادامه به د سياسي پخلاينې په بهير کې د نورو ګامونو له اخيستلو پورې تړلې وي. د مرستندويانو تر هغې غونډې پورې چې د ۲۰۲۰م کال په وروستيو کې به د فينلينډ او ملګرو ملتونو له خوا دايره شي د ګډ پرمختګ د ښودنې او په دغسې تنګو مالي شرايطو کې د مرستندويانو د هڅونې له پاره لږ وخت پاتې دی.

په پورتنيو ټولو برخو کې اروپايي ټولنه مرسته کوی شي، مګر په درېوو عمده شرطونو. لومړی دا چې اروپايي ټولنه د هغه څه له پاره پيسې نه ورکوي چې نورو يې پرېکړه کړې وي. له سولې بهير سره د اروپايي ټولنې په وخت يو ځای کېدل به په دې کې مرسته وکړي چې دغه بهير ته د نتيجې له تحقق سره اړيکه ورکړل شي. هيڅوک هم بايد اروپايي ټولنه بابيزه و نه ګڼي: هغه وختونه نور تللي. دوهم، د ښځو، ځوانانو او اقليتونو د حقونو په ګډون د تېرو ۱۹ کلونو ټولنيزې او سياسي لاس ته راوړنې بايد خامخا حفظ شي. درېيم، د افغانستان بياجوړونه او ثبات ټينګول بايد خامخا مشترکه نړيواله هڅه وي. هيڅوک نه غواړي چې د نورو لانجې پر خپلې غاړې واخلي.

اروپايي ټولنه په افغانستان کې هېڅ پټه اجنډا نه لري: څه چې وينئ همدا دي. نو ځکه، اروپايي ټولنه د يوه داسې مخلص منځګړي په توګه وړانديزوم چې له نورو شريکباڼو سره په ګډه د پخلاينې د يوه پيچلي ملي بهير په برخې کې مرستې کولو ته لېواله ده. او د نړۍ په لروبر کې پر ټولو هغو نيک-نيتو غږ کوم چې په دې هڅې کې ځان شريک کړي او ښکېل پکې پاتې شي.

له دومره ډېرو کلونو جګړې او دومره ډېرو بشري ضايعاتو وروسته د يوه نوي پيل فُرصت راغلی. سره له دې چې خبره په پای کې په خپله افغانانو پورې اړه لري، نړيواله ټولنه مکلفيت لري چې له هغوی سره مرسته وکړي او هغو نظامونو ته د بېرته ستنېدنې مخه ونيسي چې پر تاوتريخوالي او د بنسټيزو حقونو او آزاديو پر ځپلو ولاړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x