نړۍ

د سوریې هیواد خپل ګاونډی هیواد فلسطین اوس په رسمیت وپيژاند

alqudsنن ټکی آسیا: نن د سوریې څخه په خپاره شوي اعلان کي ویل شوي چي نن سوریا خپل ګاونډی هیواد فلسطین په رسمیت سره وپيژندی.

په خبر کي ویل شوي چي سوریي د فلسطین هیواد د کال ۱۹۶۷ په حدودو مني، چي پلازمینه به يې د قدس ختیځه سیمه وي.

په خبر کي چي نن د سوریې د رسمي راډیو څخه خپور شوی ویل شوي چي سوریا به د محمود عباس د ډلي التحریر دفتر ته رسما د سفارت صفت ورکوي،

او د هغوی سره به د سفیرانو په توګه عمل کوي.

سوریا د هغو عربي هیوادونو څخه یو هیواد دی چي په دې وروستیو کي په کښي ملي خوځښتونه را پارېدلې دي، او غوښتنه کوي چي ددغه هیواد ولس مشر نور د خپلي دندي څخه لاس په سر شي.

شنونکي په دې اند دي، چي سوریا په دغه اعلان سره غواړي چي د دولت په ضد د ولس غصه ارامه کړي، او همداسي د عربي هیوادونو د ولسونو او ګاونډي هیواد فلسطینیانو څه ناڅه همدردې ترلاسه کړي، ځکه چي سوریا خپل ګاونډی هیواد فلسطین ددومره مودې وروسته په رسمیت پیژندل بله هیڅ مانا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x