لیکنېنظــر

ښه فرصت دی چې امریکا او ناټو خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي

حمزه حسیني

له افغانستان څخه د بهریو ځواکونو د اېستلو تر ټولو ښه فرصت را رسېدلی دی، باید امریکا او ناټو له یاد فرصت نه په ګټې اخیستنې سره خپل ځواکونه په مصؤنه طریقه له افغانستان څخه وباسي او د افغانستان کشالې ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په کار ده، چې په کړو ژمنو وفا وکړي، خپل ملت ته د امریکایي سرتېرو د را اېستلو قناعت ورکړي او خپل سرتیري دې د کرونا له مهلکې ناروغۍ څخه وژغوري، که ټرمپ خپل سرتیري وباسي؛ دا به د توافقنامي عملي کول هم شي او ممکن راروانو ولسمشریزو انتخاباتو کې هم د نورو کاندیدانو په وړاندې بریا تر لاسه کړي او که افغانستان څخه یې خپل سرتیري و نه اېستل؛ نو ښایي انتخاباتو کې هم پاتې راشي او په افغانستان کې مېشت عسکر به یې هم د کرونا په رنځ اخته او ووژل شي.

خو داسې مالومیږي چې ټرمپ به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وېستل چټک کړي، ځکه څو ورځې وړاندې یې خپلو سلاکارانو ته ویلو و، چې افغانستان کې مېشتو امریکایي سرتېرو اندېښمن کړی دی، ځکه هلته د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې ده؛ نو که خپل سرتیري را و نه وباسي په دې مهلک ویروس به اخته شي.

نن په سوشل میډیا کې د cnn په حواله رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې ګواکې امریکا له طالبانو سره د شوې توافقنامې خلاف د خپلو سرتېرو اېستل چټک کړي دي، cnn دا نه دي ویلي چې څومره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وتلي، خو ځینو رسنیو ویلي، ښایي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېر ژر ۸۶۰۰ ته راښکته کړي.

خو بل لور ته ښایي ټرمپ ته جګړه خوښونکي امریکایان مشوره ورکړي، چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور تمدید کړي، دا کار به امریکا او ټولو متحدینو ته په لوړ قېمت تمام شي، ځکه دلته دوی ډېر کلونه پاتې شول، هر رنګه حربې یې استمال کړې، خو کومه مثبته نتیجه یې ور نه کړه؛ نو اوس به دا ورته ډېره ښه وي چې خپل سرتیري ژر تر ژره وباسي او خپل ملت قانع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x