نظــر

ایا کرونا به امریکا ته د خټې پوزه نشي؟

عبدالرحمن عابد

په نړۍ کې هر جابر او یرغلګر ځواک په مظلوم او اشغال شوي هېواد کې له ماتې خوړلو وروسته هڅه کوي، چې د خپلو اتباعو سترګې په یو څه ور پټې کړي؛ نو په همدې خاطر د درواغجنو رسنیو، غلامانو، ګوډاګیانو او پلویانو ډلې تیاروي؛ تر څو هغوی د خلکو په ذهنونو کار وکړي او د دوی شرمونه ور پټ کړي؛ خو ځينې شرمونه دومره بربنډ او ښکاره وي، چې د نړۍ هر وګړي ته د لمر په څير معلوم وي؛ ځکه هغه شرم هم د لمر په څير په دوو ګوتو د پټېدلو وړ نه وي؛ لنډ مثال به یې په ویتنام کې د امریکایانو ماتې او په افغانستان کې د شورویانو ماتې وي.

وایي چې یو ورور هر وخت د خپلې خور له مخې د باتورۍ او میړانې کیسې کولې؛ خو یوه ورځ چې په کلي کې جنګ شوی و او خور یې هغه د مېړانې د ښکاره کولو له پاره لېږلی و؛ نو کور ته سخت ټپي، مات او ګوډ بېرته راغی. کله چې د کور دروازه کې څيرې ګریوان او جامې راښکاره شو؛ نو خور یې له درده او پېغوره دغه لنډۍ ورته وویله:

پرتوګ دې سوړې سوړې راوړ
چې هره سوړه یې ګڼډم ژړا راځينه!

خبره مې په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د ماتې کوله. له تېرو څو
ورځو راهیسې په رسنیو کې دوه خبرونه ګرځي، چې یو د کرونا وېروس د خپراوي له امله له افغانستانه د ۵۰۰۰ امریکایانو وتل او بل د افغانستان جګړې به اړه د هغوی یوه سروې ده، چې پخوانیو جنرالانو یې پکې ماتې منلې ده.

مونږ له ټول اسلامي، مجاهدانه او افغاني غرور سره ویلی شو، چې د افغانستان پر پاکه خاوره کله هم بې شرمه، ناپاکه او وحشي یرغلګر د ډېر وخت له پاره نه دی پاتې شوی او د مسلمانو افغانانو له ټینګې مبارزې سره مخ شوی. دلته ډیرو لیونیو ځوانانو پرې خپل سرونه زار شیندلي او ډیرو نورو یې د ازادۍ په خاطر مرګ ته ښه راغلاست ویلی دی.

تاسو به د بزنس انسایډر خپرونې وروستی مطلب کتلی وي، چې څنګه یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماتې منلې وه. خپرونې د یو شمېر تقاعد شویو جنرالانو له خولې لیکلي و، چې د افغانستان جګړه د ماتې یوه ستړې کوونکې جګړه ده، چې د بهرنیانو د بریا هیڅ چانس پکې نه لیدل کیږي. دوی خپل مشران ملامت بللي وو، چې تل یې د افغان جګړې د ګټلو په تړاو خپل ولس ته درواغ ویلي وو.
هو! دا جګړه ستاسو نه ده او نه به شي. خلک وايي: له تاریخه ډیر څه زده کیږی؛ خو امریکا ترې هیڅ نه دي زده کړی؛ دوی له معاصرې دورې وړاندې د چنګیزیانو، مغولانو، صفاریانو او ډیرو نورو ماتې څه چې په معاصره دوره کې د افغانستان پر سپېڅلې خاورې د انګریزانو او شورویانو په ګونډو کېدل نه و مطالعه کړي!

دا چې تازه نړۍ د کرونا وژونکې وبا نېولې ده؛ نو ښايي امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې پلمه خپل سرتیري له افغانستانه وباسي؛ که څه هم دوی په دې تړاو له طالبانو سره هم تړون کړی او یوه نه یوه ورځ به له افغانستان نه په بد شکل او رنګ وتل؛ مګر اوسنی ناڅاپي تګ یې ماته دا فکر پیدا کوي، چې ایا دوی خو به کرونا د خپلې ماتې له پاره د خټو پوزې په څير نه کاروي. دوی خو به خپل ټر په پر نه پټوي او دا خو به نه وایي، چې د افغانستان جګړه مو ځکه پای ته ورسوله چې هلته مو د ترهګرو ځالې له منځه یوړې او د القاعده د مشر اسامه بن لادن په څير مو ستر، ستر د وسله والو مشران ووژل.

نه؛ بالکل هم داسې نه ده! دوی د ډېرو کمو لاسته راوړنو په بدل کې ستر، ستر زیانونه ورکړل. د ماتې ستر شرم یې خپل کړ او خپل زرګونه جنګېدونکي عسکر یې له لاسه ورکړل، بعضې یې ټپیان او ځينې یې عمري معیوبین شول. د دې ترڅنګ یو شمېر یې په عصبي ناروغیو هم اخته شول، چې بچیان به یې خپلو نسلونو ته کېسې وکړي او په سر ټيټي سره به ورته ووایي، چې: بچیانو! ستاسې نیکونه د نړۍ په یو خوار هېواد (افغانستان) کې مات شول او بیا یې د کرونا په پلمه له هغه ځایه پښې راسپکې کړې!

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close