ټولنیزه برخه

کارګر!

سمسور

آه؛ څومره سخته وه؛ ټوله ورځ یې د ملک په کور کې کار وکړ، لاسونو یې وینې او تڼاکې وکړې، نوکان یې له لاسونو څخه جدا کېدو ته نږدې شول، هډونه یې دومره بې سيکه مات، مات او سست شوي وو، چې ځواني کې د بوډاګانو په څير په ملا کړوپ روان و.

ده هم ارام غوښته؛ خو ټوله ورځ به یې ځکه په ستړي وجود کار وکړ، چې خپلو زامنو او کورنۍ ته نفقه وګټي؛ څو شپه یې په مړه ګېډه او ښه تیره شي، د لوڼو او زامنو په څيره کې خوښي وویني او حلاله مړۍ خولې ته پورته کړي، د چا تر احسان لاندې نشي او څوک یې لکه غلام تر امر لاندې نکړي.

هغه غریب و؛ خو ایمانداري، اخلاص، زحمت او مینه یې په وینه کې ګډ، په زړه کې پراته او په رګونو کې ګرځېدل. دی په بدن سخت و؛ لکه الماس؛ خو په زړه نرم و ان تر دې چې زړه یې چاود و؛ لکه: د ده په لاس را زرغون شوي غنم!

هغه تعلیم او زده کړې نه وو؛ کړي، خو خپل لاسونه یې ځکه تڼاکې کول، چې زامن یې له دغې بدبختۍ (د جهل له تیارو) بچ شي، هغوی د پردیو کورونو ابادولو ته اړ نشي، پردۍ خټې ونکړي، د پردېس مسافر نشي، د دښمن جنګیالی نشي، د غربت لاس و نه غځوي او د بېچاره توب کمزوری صفت یې نوم پورې و نه تړل شي.

هغه د ملک، خان، غریب، مالدار، ملا، ډاکټر، انجنیر او … تر لاس لاندې کار وکړ؛ خو ټولو پر ځای د دې چې ډاډ او پر وخت یې مزدوري ورکړي، ورته ویې ویل: مزې دې وکړې مزې!! له سهاره تر ماښامه کار کوې او (پنځه، شپږ سوه) ګټې!

هر یو پر ځای د دې چې مینه ورکړي او ښه ورسره وکړي، د زیاتو پیسو ورکولو احسان یې پرې واچاوه او دی یې د ټولنې ټيټ پوړی تن وباله؛ ځکه هغه د دوی کار کاوه او تر امر لاندې یې و؛ مګر هر یو خپل ګریوان کې سر نه ښکته کاوه چې دوی هم د یو لوی رب تر امر لاندې دي.

خو دوی پوه نه و، چې د سر له پاسه سرپناه یې هم ده جوړه کړې. دی هغه څوک دی چې د دوی حیا پرې خوندي ده؛ هو دی یو کارګر دی! او کارګر له مفت خورو څخه غوره دی. دا زه نه وایم؛ یو ښکاره حقیقت دی، ټوله نړۍ پرې خبره ده.

سمسور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x