افغانستان

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د اېران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» له خپل پاکستاني سیال «شاه محمود قریشي» سره تلیفوني خبرې کړې او د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه ورسره غږېدلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو ویل شوي، چې په دې تلیفوني مکالمه کې دواړه لوري له کرونا سره په مبارزې، په ایران باندې د لګېدلو بندیزونو ا و د افغانستان د وروستي سیاسي وضعیت په اړه غږېدلي.

https://twitter.com/IRIMFA_EN/status/1256011314671112204?s=20

که څه هم تر دې دمه د قریشي او ظریف د خبرو جزئيات ندي رسنیز شوي، خو تر دې وړاندې هم جواد ظریف د قطر او افغانستان دبهرنیو چارو له وزیرانو سره غږېدلی وو او په افغانستان کې یې د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی و.

ایران او پاکستان داسې مهال د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه غږېدلي، چې عبدالله عبدالله وایي، له غني سره په اصولو باندې توافق ته رسېدلی او دا مهال په جزئياتو باندې بحث روان دی.

که څه هم ددې توافق جزئيات لا ندي رسنیز شوي، خو ویل کېږي، عبدالله به د مصالحې شورا مشري په غاړه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx