د نن سرلیکنه

ولسي جرګه ولي د امریکايي ځواکونو پر وتلو اندیښمنه ده؟!

امریکايي ځواکونه افغانستان ته نابللي راغلي نو په بیرته تګ یې هم نه د چا سلا او مشورې ته اړتیا شته او نه یې په وتلو سره کومه تشه رامنځته کیدای شي

وروسته تر دې چې ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه په بیړنۍ توګه د ټولو امریکايي ځواکونو د بیرته ایستلو غوښتنه کړې د ولسي جرګې یو شمیر غړیو د نوموړي په دې غوښتنې اندیښنه ښکاره کړې ده.

د ولسي جرګې غړیو د چارشنبې ورځې په وروستۍ غونډه کې له ټرمپ څخه وغوښتل چې د کابل واشنګټن ترمنځ تر سره کړي تړون ته احترام وساتي او که له افغانستانه د وتلو نیت لري، نو په مسئولانه ډول دې ووزي.

پوښتنه دا ده چې ولسي جرګه ، چې له پیله یې د امریکايي ځواکونو په راتلو کې نه رول لرلی او نه هم پوښتل شوې څرنګه اوس د هغو په وتلو ځان اندیښمن ګڼي؟

ځکه د ولسي جرګې لومړۍ غونډه هغه مهال تر سره شوه چې امریکايي ځواکونو لا له وړاندې د یوه پوځي برید په ترڅ کې افغانستان اشغال کړی و.

حتی په ۲۰۱۴م کې د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون متن هم هغه وخت ولسي جرګې ته وړاندې شو چې د لاسلیک او تنفیذ ټول اجراءات یې مخکي ترمخه د ارګ او امریکايي سفارت ترمنځ نهايي شوي او د رسنیو په مخ کې اعلان شوي وو.

په تیرو اتلسو کلونو کې چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې هرڅه کړي ، ولسي جرګه یې په اړه نه پوښتل شوې او نه هم ولسي جرګې کله د هغوی د جنایاتو په مقابل کې د مخالفت غږ پورته کړی.

د بیلګې په توګه په ۲۰۱۷ م کې د امریکایانو لخوا پر افغانستان د بمونو د مور کارولو ، په ۲۰۱۴م کې د کندوز په مرکز کې د بي پولې ډاکټرانو اړوند روغتون سوځولو او په ۲۰۱۸م کې د دشت ارچې مدرسې د معصومو حافظانو په وژلو او بمبارولو د بهرنۍ نړۍ ډیری خپلواکو ټولنو او شخصیتونو د مخالفت غږ اوچت کړ خو د افغانستان ولسي جرګې کم ترکمه په نمایشي ډول هم د امریکایانو د دې بشریت ضد جرمونو په وړاندې خپله دروازه د احتجاج په شکل و نه تړله.

دا چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته نابللي راغلي نو په بیرته تګ یې هم نه د چا سلا او مشورې ته اړتیا شته او نه یې په وتلو سره کومه تشه رامنځته کیدای شي.

بلکې د تشې رامنځته کیدو په ځای به د هغوی په هرڅومره چټک وتلو سره د اشغال په ترڅ کې راپیدا شوې ټولې بدمرغۍ ورسره پایته رسیږي … ان شاء الله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

ځکه چې دالري معاشونه یې کمیږي !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close