ورزش

نوې درجه بندي کې استرالیا لومړی، خو هند او پاکستان کلونه وروسته لومړی مقام له لاسه ورکړ

په داسې حال کې چې افغان لوبډله په ټيسټ کې نهم خو په شل اوریزو کې له اوم څخه لسم مقام ته تللې ده.

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې، د ژوندانه د نورو ډګرونو په څېر د کرکټ ميدانونه هم د کرونا وبا د خپرېدو له کبله ساړه پراته دي، د کرکټ نړيوالې شورا نن د مۍ په لومړۍ نېټه تازه درجه بندي اعلان کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د تازه درجه بندۍ له مخې استراليا د ټيسټ او شل اوریزو لوبو په لیست کې هند او پاکستان لوبډلې شاته کړې او لومړی مقام یې خپل کړ، په داسې حال کې چې انګلستان د پنځوس اوريزو په درجه بندۍ په کې لومړي مقام راغلی دی.

د ۲۰۱۶م کال له اکتوبر میاشتې راهيسې په ټيسټ درجه بندي کې هندوستان، او په شل اوریزه فارمېټ کې پاکستان بيا له تېرو اوه ويشت مياشتو راهيسې په لومړي وار لومړی مقام له لاسه ورکړ.

افغانستان لوبډلې چې تر اوسه یې یوازې څلور ټيسټ سیالۍ ترسره کړي په نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي وار د بنګلدیش لوبډله شاته پریښې او نهم مقام یې خپل کړی دی.

خو د افغانستان مينه والو ته بد خبر دادی چې افغان لوبډله د ارزوګانو بر خلاف په شل اوريزو کې له اوم مقام نه لسم مقام ته غورځېدلې، په داسې حال کې چې په یو ورځنیو لوبو کې یې پخوانی لسم مقام ساتلی دی.

په تازه اعلان شوې درجه بندي کې له مۍ ۲۰۱۹م راهيسې پوره سل سلنه لوبې شاملې دي خو له هغه وړاندې د تېرو دوو کلونو ۵۰ سلنه لوبې حساب شوي.

په ټيسټ درجه بندي کې استراليا (۱۱۶)، نیوزیلاند (۱۱۵) او هندوستان (۱۱۴) د يوې يوې نومرې په توپير يو په بل پسې په ترتيب لومړی، دوهم او درېم مقامونه نيولي. ورپسې په څلورم نمبر انګلستان، پنځم سريلانکا، شپږم سویلي افريقا، اووم پاکستان، اتم ويسټ انډيز، نهم افغانستان چې ۵۷ پواینټونه لري او په لسمه درجه د ۵۵ پواينټونو په لرلو سره بنګلدیش لوبډله ځای لري. په یوولسم او دولسم نمبر زمبابوې او ایرلینډ ځای شوي دي.

د یو ورځنیو درجه بندي بيا په دې ډول ده، د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام اتله لوبډله انګلستان لومړی، ورپسې هندوستان او بيا په ترتيب سره، نیوزیلاند، سویلي افریقا، استراليا، پاکستان، بنګلدیش، سریلانکا، ویسټ انډيز او افغانستان شامل دي.

د لوبغاړو په درجه بندۍ کې د افغانستان لخوا د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په لیست کې راشد خان لومړی مقام لري، په داسې حال کې چې مجیب الرحمن دویم مقام ته پورته شوی دی.

دغه راز په یو ورځنیو لوبو کې مجیب الرحمن په دریم خو راشد خان یوولسم مقام ته ښکته شوی. محمد نبي د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو د آلراونډرانو د لیست په سر کې لومړی مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx