نظــر

امريکا سورت انفال لولي!

ليکنه: خالد حربي
ژباړه: فاتح افغان

چې د لومړي ځل لپاره مې وليد زړه مې پرې بد شو، ما پرې د ناتوانه سپين ږيري ګمان وکړ، چې د نيونې د هغو ړندو عملياتو په ترڅ کې يې راوستی و چې د دولت امنيتي ځواکونو د تيرې پيړۍ په نوييمو کلونو کې د نانوايانو په قطارونو، د جماعت پر لمونځونو او د جنازو سره په تلونکو کسانو باندې ترسره کول .

ډير وخت نه و وتلی چې زه پوه شوم چې په زندان کې پروت دغه عمر خوړلی بوډا د شوروي پر ضد د افغان جهاد له وتليو څيرو څخه دی، سره له دې چې هغه مهال زه کوچنی وم خو دا مې درک کړه چې دا زما په ژوند کې يوه داسې ټاکونکې شېبه ده چې ډيره به تکرار نه شي، چې د يوه انقلاب وتلې څيره ګورې او تراوسه پورې د هيښتيا او استفهام علامو پرې احاطه کړې، خو ما نه غوښتل چې سمدلاسه ترې پوښتنه وکړم ترڅو يې د دين او عقل په اړه ډاډ ترلاسه نکړم!!

چې کله مې ترېنه دا سخته او ترخه پوښتنه وکړه: ولې افغان مجاهدين له انډيوالانو
څخه په رقيبانو او وروڼو څخه په دښمنانو واوښتل؟

په مخ يې د غم او په ګونځو يې د پريشانی علامې ښکاره شوې او ويې ويل: بچيه! ډير ځلې امريکا د مسلمانانو په اړه له هغه زيات معلومات لري چې هغوی يې د خپلو ځانونو په اړه لري.

د جهاد په پيل کې به موږ دومره وسله نلرله چې جګړه ورباندې وکړو، موږ هغو پاڅون کوونکو ته ورته و چې په لرې پرتو سيمو کې ځينې پارونکي کارونه ترسره کړي نو د پوليسو ځواکونه يې په زغره والو ګاډو پسې واخلي او بس، خو چې کله پاکستان له موږ سره همکاري پيل کړه ډيره کمه همکاري وه چې يوازې يې موږ له خپلو ځانونو څخه د دفاع جوګه کولو، او د شورويانو پر ضد مو مقاومت نشو کولای.

د دغه کم پاکستاني کومک ترشا د امريکا لاس و ترڅو ورباندې د جهادي حرکت صلابت وازمويې او دا چې له شورويانو سره د جګړې لپاره څومره چمتووالی لري، چې کله يې د دې ډاډ ترلاسه کړ، ور پرانيستل شو شيطان په دواړو پښو ولاړ راننووت په يوه لاس کې يې تجهيزات نيولې وو او په بل کې مال!

امريکا له مجاهدينو سره اړيکه ټينګه کړه او له خپلې ارادې يې آګاه کړل چې غواړي له افغانستان څخه د شورويانو د شړلو په هدف له هغوی سره مالي او نظامي کومک وکړي .. هغه مهال موږ پوهيدلو چې د امريکا تمې شايد د شوروي له تمو لوړې وي..

زما ياد دي چې کله مو د دې خبرې د څيړلو لپاره جلسه راوغوښته او د امريکايې مرستو د ردولو تصميم مو ونيو، ځکه امريکا به همدغه کومک په مجاهدينو باندې د خپل نفوذ د غوړولو لپاره وکاروي.. ټولو مجاهدينو په يوه خوله کومک رد کړ او امريکايې استازی مو له دې تصميم څخه خبر کړ.. له دې وروسته پاکستانی کومک کرار کرار کميده.. شورويانو په جګړه کې ډير وحشت پيل کړ، امريکايې غبرګون ډير نرم او لنډ په يوه جمله کې راغی، (تاسې کولی شئ له موږ څخه کومک ترلاسه کړئ کله مو چې محسوسه کړه چې موږ به ورڅخه سوء استفاده وکړو هغه مهال د کومک له منلو ودريږئ.. موږ مو د کومک پر قبلولو نه مجبوروو.

ما ورته وويل: شيخ صاحب بيا څه پيښ شول؟
موسکی شو او ويې ويل: سورت انفال د بدر کبری له هغې غزا څخه وروسته نازل شوی چې الله پاک ورباندې مسلمانانو ته عزت وروباښه.. خو داسې نه ده نازل شوی چې پيل يې مسلمانانو ته د دغې سترې سوبې له مبارکی شوی وي، بلکې لومړي آيتونه يې د غنايمو قضيه څيړي او بری ترلاسه کوونکي له دې څخه ويروي چې له بري وروسته يې دا دنيا لومړی مطلوب وګرځي، او دا چې د دنيا مينه به د هغوی په صفونو کې لومړی درز وي.. چې کله د احد غزا راغله له ځينو څخه دا تحذير هير شوی و، له همدغه وره (غنائم او انفال) څخه ورته شکست راغی.

بچيه! امريکا دغه هيښوونکی قرآني حقيقت درک کړی و داسې مهال چې موږ ترې غافل وو.

کله چې د نوې پرمختللې وسلې او پريمانه مال په بڼه امريکايې هغه کومک راورسېد چې په عربي نړۍ کې يې له خپلو متحدينو او له ټولې نړی څخه بسپنه ټولوله.. کله چې موږ دغې مرحلې ته ورننوتو جبهاتو تغير وکړ او په هغه حال پاتې نشوې چې پخوا وې.

نو هغه مجاهد چې د ورځې به يې مزدوري کوله او د شپې به يې جهاد کاوه په جګړه باندې ورته د خپل قومندان له لوري ورته تنخا وټاکل شوه، هغه قومندان چې پخوا به په لومړيو ليکو کې د خپلو پلويانو ترمنځ روان و، د پاکستان په پيښور ښار کې يې د ځان لپاره لوکس دفتر کرايه کړ او ځان يې له رسنيو سره خبرو او مرکو ملاقاتونو ته وزګار کړ او د جګړې له ليکې به يې داسې ليدنه کوله لکه ژوندي چې د خپلو مړو زيارت کوي.
چې کله امريکا ډاډ ترلاسه کړ چې انفال (مال) د سړيو زړونو ته لار وموندله، کرار کرار يې د پلانونو په جوړولو او د معرکو په اداره کولو کې مداخله پيل کړه، چې کله ځينو د نيوکې هڅه وکړه امريکا زيږه ماضي ورياده کړه چې له رڼاو او مکيفو دفترونو لرې به په جبهه کې په خيرنو جامو کې ګرځيدلې او له سړې وچې ډوډۍ پرته به دې بل څه نه لرل، دې اشارې د هغه د غاړې ايښودلو لپاره کفايت کاوه.

په دې موده کې که الله تعالی افغانستان ته مخلص مجاهدين نه وای پيدا کړي جهاد به پای ته رسېدلای وای ځکه همدوی وو چې دا هرڅه يې په لغته ووهل او رښتونی جهاد يې کاوه چې په برکت يې شوروي له افغانستان څخه تيښتې ته اړ شو.

په دې وخت کې امريکا د مجاهدينو مشران سپينې ماڼۍ ته وروغوښتل او هلته يې دهغوی ښه تود هرکلی وکړ، په دې ليدنه کې د جهاد مشران وپيژندل شول مخلصان يې ګوښه او هغه يې رامخکې کړل چې د مال لپاره خپلو ورونو ته د ټوپکو د شپيليو په اړولو کې د دين او عزت پروا نلري، موږ به چې هرڅومره د ستر غنيمت (دکابل سقوط) په لوري ورنږدې کيدو هومره به دې خلکو اخلاق او ارزښتونه له لاسه ورکول..تردې چې ځينو يې د خپل مسلمان ورور پر ضد له کمونيستانو سره او د مجاهدينو پر ضد له مجرمانو سره ايتلاف وکړ، چې کله کابل سقوط وکړ هر شي ورسره سقوط وکړ .. په انفال (مال) باندې نوې معرکه پيل شوه، د پرون رفيقانو او د نن رقيبانو د امريکا په لوري منډه پيل کړه هر يوه يې ځان د پلورلو لپاره وړاندې کړ خو امريکا له دوی څخه له دې زيات څه نه غوښتل د همدوی په شرموونکو کړنو يې بسنه وکړه.

د اور په څېر يې پريښودل چې په خپله کې سره خوري تردې چې ګل شي او له منځه ولاړ شي.. او همداسې وشول.

ما ورته وويل: شيخ صاحب نو امريکا لکه چې سورت انفال لولي؟

هغه راته کړل: بلکې ياد يې هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx