لیکنېنظــر

سوله او زموږ رهبران

سید عبدالرزاق

پرون د ثبات او همپالني ګوند مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په یو پیغام کي ادعا کړې چي د ارګ سره په اصولو کي موافقې ته رسېدلی، په جزئیاتو کار روان دی،سرچیني وايي چي حکومت به ګډ او د تېر په شان يو ځل به بیا به دوه سری وي، ګواکې په یوه پلازمینه کي به دوه مشران وي، د ثبات او همپالني له خوا د حکومت په اړه امکاني پلان هم رسنیز شوی چي په کي راغلی، عبدالله عبدالله به صدراعظم او پنځوس فیصده د چارو واګي به یې په لاس کي وي، ځیني وزارتونه به یقیني او په ځینو کي به یو له دوو څخه اختیاري وي.

د عبدالله او غني اختلافات ډېر پخواني دي، د کال ۲۰۱۴ په ټاکنو کي هم دوی د څوکۍ په سر خورا زیات ټوکیدلې و، ولې جان کیري یو سوله ییز میکانیزم رامنځته کړ او د پنځو کلو لپاره یي دوی پر قرار کړ، خو د تیر کال په ټاکنو کي چي کله د اشرف غني د بریا اعلان وشو نو ددې سره سم عبدالله عبدالله په ویر لاس پوري کړ او سمهاله یې سمه سیالي شروع کړه، په سپیدار ماڼۍ کې یې ځان ولسمشر وباله او د لوړې مراسم یې ترسره کړل، د ځینو ولایاتو ټاکل شوي والیان یې په زور وشړل او ځینو ته یې د شمولیت ټینګار وکړ او ځینو ته یې د خپل طرفه والیان وګمارل، عبدالله داسې کوشش کاوه ګواکې دی ورځ تر بلې په اختلاف کې شدت راولي او دا اختلاف به یو ورځ په یوې سترې فاجعي بدل شي، سخت اخطارونه به یې ورکول او مهالوېش به یې ټاکه، د عبدالله د رویې له وجي خپله ارګ او ځیني سیاسینو ته اندېښنې وې، ځکه سیاسیونو د منځګړیتوب هلي ځلی پېل کړي وي، له بلي خوا د طالبانو سره د سولي په موخه نړیوالو په دوی فشار اچاوه چي زر تر زره خپل اختلافات ختم کړي او د سولي لپاره ګامونه پورته کړي، نو ځکه دوی چټکتیا وښوده او دادی د توافق آوازونه را اوچت شول.

خو ولس د دواړو مشرانو څخه سخت ناهیلی او مایوس دی، ځکه چي له یوې خوا ولس ته د ټاکنو په هکله دا ویل کيږي چي رڼې او بې طرفه ټاکني ستاسو د رایو پر اساس ولسمشر راولي، اوس که رشتیا د ولس رايي د غني لپاره کارول شوي وي نو عبدالله ته د کومه رویه پنځوس فیصدي ورکول کیږي؟

او که درغلي شوې وي او غني ناحقه زور واکي کوي نو عبدالله په څه معنی د هغه سره معامله کوي او ولي عمومي مشرتوب هغه ته سپاري؟

یو طرف ته خو ولس په دې سخت حیران دی چي په څه کم دېرش میلونه خلکو کي د کمیسون په قول ټولې دوه ميلونه رایې کارول شوي دي او په دوه ميلونه کي بیا هم نه عبدالله او نه غني پوره یو میلون رایې تر لاسه کړي، نو داسي چا ته د ولس نمائنده څنګه ویل کېدای سی؟

په دغو لږ ډېرو رایو که موږ قناعت وکړو او دوی رهبران وبولو نو په داسي نازک وخت کي به موږ د دوی د رهبرۍ څخه څنګه ډاډ من پاتی شو؟ څنګه به موږ د دوی څخه دا هیله وساتو چي دوی به وطن ته سوله او نیک پالي راوړي؟ حال دا چي دوی د واک لپاره، د قدرت او څوکۍ د حاصلولو لپاره د خپل هر مقصد نه تیریږی، تر پرونه پوري چي کوم غني غل، چور چپاو او د جنسي تیریو په تور تورن و، هغه نن بیا د مشرۍ لپاره اهل ګرځي.

ولس د دوی له خبرو څخه په دې یقین دی چي په دواړو کي یو غل او د رایو د درغلیو په درشل کي شامل دی، نو که دوی دواړه اوس بیا مخامخ کښیني او یوې هوکړي ته رسیږي، ددې به مطلب دا وي چي دوی دواړه د خپلو ذاتي ګټو لپاره دا هرڅه هلي ځلی کوي او بیابه ولس د سولي په هکله د طالبانو طرف ته سترګي په لار شي ځکه چي یوازي هغوی داسي ښکاري چي د شخصۍ مفاداتو څخه لوړ او په خپل دریځ تر هره وخته ټینګ ولاړ وي، نو د ولس امید به هم د هغوی د لوري پوره کیږي:

مېوې دآزادۍ هغه ځوانان خوړلی شي
په خپله د خپل باغ نه چي زاغان شړلی شي

مالیار چی شکوي غوټۍ د ګلونو مالیار نه دی
په ګلو چي یې ګروم وي ها مالیار ګڼلی شي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close