افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالب ویاند امریکايي ویاند ته: په پاروونکو څرګندونو فضا مه خرابوئ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ غوايي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو ویاند (ذبیح الله مجاهد) د امریکايي ځواکونو ویاند (سني لیګت) ته په ځوابي څرګندونو کې ویلي چې په «بې هدفه او پاروونکو» خبرو فضا مه خرابوئ.

نږدې څلور ساعته مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په خپلې ټویټر پاڼه د طالبانو ویاند ته د پرانیستي لیک په شکل یوه اعلامیه خپره کړه. امریکايي ویاند طالبانو ته د جنرال میلر له هغه ګواښه دفاع کړې وه چې تېره اونۍ يې ویلي و چې که بریدونه ونه دروي ځواب به یې ووايي.

سني لیګټ په طالبانو غږ کړی و چې تاوتریخوالی کم کړی او په وینا یې تشدد به د سولې په وړاندې خنډونه وزیږوي.

نوموړي ټینګار کړی و چې طالبان او حکومتي او نړیوال ځواکونه باید د سولې لپاره شرایط برابر کړي، د سیاسي حل هڅو ته راوګرځي او د طالب او حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه شي.

د سني لیګټ له ټویټ څلور ساعته وروسته ذبیح الله مجاهد نوموړي ته په ټویټر کې ځواب ورکړی او لیکلي یې دي:

«د حل لار د دوحې تړون په عملي کولو کې نغښتې ده. په خپلو بې معنی او پاروونکو اعلامیو باندې اوسنۍ فضا مه خرابوئ. مونږ خپل هدف ته ژمن یو، تاسو د خپلو مسئولیتونو درناوی وکړئ».

طالبانو په دوامدر ډول د دوحې تړون په عملي کولو ټینګار کړی او هغه یې سولې ته د رسیدو یوازینۍ لار بللې. وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي چې امریکايي ځواکونو د دغه تړون څخه په سرغړونو په افغانستان کې لسګونه هوايي بریدونه کړي او طالب جنګیالیو او عامو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د یاد تړون له مخې، که د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ازاد شي، په ورپسې مرحله کې ټول افغاني جهتونه د سولې بین الافغاني مذاکرات عملا پیلوي. ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د مارچ په ۱۰مه ټول ازاد شي، خو تراوسه د ازاد شوو بندیانو شمېر لس فیصده ته رسیږي.

د طالب ویاند وروستیو څرګندونو ته امریکايي ویاند تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sallamoona. The peace agreement was probably a planed issue to provide opportunities for Trump to win the election. After winning the election, they may turn back to their bases and claim that the Taliban did not stop armed struggle. If you look at the duration of exit, it is 14 months – a very long time. So you can easily figure out that something is definitely wrong here. Also, they brought Ghani, their own boy. back to the power. So again something is wrong here. Also, if you look at the history, the US has never abide by any agreement… نور لوستل »

تاچ

Anyone who believes in materialism and does not understand the limitations and realities of the power of analysis will be ignorant of such comments.

ترین

فضا مه خرابوی؟ کور مو خراب سه د ورځی په سلګونو هیوادوال د تیغه تیروی بیا وایاست چی فضا مه خرابوی. ایا تاسی ته دا صحیح فضا ښکاری او که مطلب مو صرف د امریکایانو سره د فضا مطلب دی.
امریکایان سره سوله او خپل هیوادوال په وینو لړی
######

جمیل

امریکایانو لا افغانان سم ندی پیژندلی ، و به یی پیژنی ، نور به یی هم وپیژنی او ډیر ښه به یی وپیژنی .

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx