دیني، سیرت او تاریخ

د دعا معنی، فضيلت، اهميت او فايدې«دريمه برخه»

دوکتور اظهار الحق عزيز

د دعاء د قبليدلو شرطونه:
۱- اخلاص: له دعاء او عمل څخه د هر شك او شبهې لرې کولو او خاص الله ﷻ ته يې ګرځولو ته اخلاص وايي، داسې چې نه پکې شرک وي، نه پکې رياء وي، نه ځان ښودنه، او نه د څه شي په مقابل کې وي، يوازې او يوازې د بنده نيت د الله ﷻ رضا وي او همدارنګه د الله ﷻ د اجر طمعه او د هغه له سزا څخه ويره وي.

الله ﷻ په قرآن کې څو ځله په اخلاص لرلو امر کړی دی چې فرمايي: {فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ} [غافر: 14], نو (اى مؤمنانو!) تاسې الله په داسې حال كې وغواړئ چې د خپل دين ورته (د شركياتو څخه) سوچه ګرځوونكي ياست.

۲- متابعت كول: د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ او صحابه وو رضوان الله عليهم پيروي کولو ته متابعت وايي، هر نيک عمل بايد خاص د الله ﷻ لپاره وي او د شريعت مطابق وي، په دعاء کې هم بايد اخلاص موجود او هم د شريعت مطابق وي، دې دواړو کې د هر يو نشتوالی د نه قبليدلو سبب ګرځي.

فضيل بن عياض رحمه الله وايي: په هر نيک عمل کې بايد اخلاص او متابعت دواړه موجود وي، که چيرې اخلا ص پکې وي د شريعت مطابق نه وي، نه قبليږي، او که د شريعت مطابق وي اخلاص پکې نه وي، هم نه قبليږي، چې تر څو پکې اخلاص او متابعت دواړه يو ځای شي، اخلاص چې خالص د الله ﷻ لپاره وي، او متابعت چې د شريعت يا سنت مطابق وي.

بې له شکه هر هغه عمل چې د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ په شريعت برابر نه وي باطل او مردود دی.

لكه په يو حديث کې رسول الله ﷺ فرمايي: که چا زموږ په دغه شريعت کې نوی شی ايجاد کړ چې له دې شريعت څخه نه وي نو هغه عمل مردود (رد کړل شوی) دی. متفق عليه.

۳- په الله ﷻ باور او د دعاء په قبليدلو يقين: د دعاء د قبليدلو مهمترين شرط په الله ﷻ باور او يقين کول دي چې الله ﷻ به مې دعاء قبلوي، الله ﷻ په هر څه قادر او هر څه د الله ﷻ په لاس او قدرت کې دي.

الله ﷻ فرمايي: {إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَن نَّقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ} [النحل: 4], يقينًا يو شي ته چې موږ يې (د پيداكولو) اراده وكړو زموږ فرمان (فقط همدا) دى چې هغه ته ووايو چې شه (موجود شه) نو هغه (دستي) شي (موجود شي).

بايد مسلمان په خپل رب باور ولري او پوه وي چې خيرونو او برکتونو ټولې خزانې له الله ﷻ سره دي، الله ﷻ فرمايي: {وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ} [الحجر: 21].

او (په دنيا كې) هيڅ شى نه دى مګر زموږ سره يې خزانې دي (څه كمبود پكې نه واقع كيږي) او موږ يې نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره.

رسول الله ﷺ فرمايلي: الله ﷻ فرمايي: ای زما بندګانو! که ستاسو اول او اخر او ستاسو انس او جن ټول په يو لوړ ځای کې سره راټول شي او له ما څخه څه وغواړي، او زه هر يو ته خپل غوښتل شوی شی ورکړم، دا به زما له خزانو څخه هيڅ هم کم نه کړي مګر د هغې ستنې په اندازه چې په بحر کې داخله کړل شي او بيرته له ځان سره اوبه راپورته کړي. رواه مسلم

دا د الله ﷻ په پوره قدرت او پاچاهي دلالت کوي، پاچاهي او خزانې به يې هيڅکله ختمې نه شي، او نه به يې په ورکړه څه کم شي، ولو که په يو وار اولينو او اخرينو ته بېلې بېلې ټولې غوښتنې ورپوره کړي.

رسول الله ﷺ فرمايلي: د الله ﷻ لاس ډک دی (خزانې يې له نعمتونو، فضل او کرم څخه ډکې دي)، د شپې او ورځې پريمانه هميشنۍ ورکړه به يې خزانې کمې نکړي، ته وګوره چې له څه وخت يې ځمکه او اسمان پيدا کړي او پريمانه ورکړه کوي او خزانې يې کمې او ختمې نه شوې. متفق عليه

نو په دې اساس مسلمان چې کله دعاء کوي بايد د دعاء په قبولیت یې يقين وي، لکه په يو حديث کې چې رسول الله ﷺ فرمايلي: تاسې الله ﷻ ته په داسې حال دعاء وکړي چې تاسې د دعاء په قبليدلو يقين وي. رواه الترمذي واحمد

۴- د زړه حضور او عاجزي: د مسلمان زړه د دعاء کولو په وخت کې بايد الله ﷻ ته متوجې وي او د عاجزۍ سره دعاء وکړي، ځکه دا د دعاء د قبليدلو مهم شرط دی، په حديث کې راځې رسول الله ﷺ فرمايي: تاسې الله ﷻ ته په داسې حال کې دعاء وکړئ چې تاسې د دعاء په قبليدلو يقين وي او پوه شئ چې الله ﷻ پاک د غافل او بې پروا زړه دعاء نه قبلوي. رواه الترمذي واحمد

دا زموږ دعاء ګانې چې نه قبليږي د دغه شرط کمی هم پکې دی، ځکه موږ چې کله هم دعاء کوو نو زړونه مو متوجې نه وي، يو څو د يادو زده کړې دعاء ګانې زر زر ګردان کړو او زړونه مو بل ځای وي.

الله ﷻ هم په قرآن کې د ذکر او دعا‌ء کولو په وخت د زړه په حضور او عاجزۍ امر کړي، فرمايي: {وَاذْكُرْ رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ وَلَا تَكُنْ مِنَ الْغَافِلِينَ} [الأعراف: 205].

او (ای پيغمبره!) خپل رب په خپل زړه کې په زاريو او ډار سره يادوه، او (هم يې په ژبه په داسې اواز سره) چې د ډير لوړ اواز څخه راټيټ وي د سهعر او ماښام په وختونو کې، او ته د غافلانو څخه مه کيږه.

۵- په دعاء کې ټينګار او جديت: مسلمان بايد په دعاء کې ټينګار وکړي چې خامخا يې بايد الله ﷻ ورکړي، په دعاء کې جدي وي او سسته پسته دعاء و نکړي، ځکه له ضعيفې دعاء څخه نبي ﷺ منعه کړي، په يو حديث شریف کې فرمايي: کله چې ستاسې يو نفر دعاء کوي نو په ټينګار او جديت او قوت سره دې دعاء وکړي او داسې دې هيڅکله نه وايي چې: ای الله! که خوښه دې وي نو رايې کړه، ځکه چې داسې څوک نشته چې پر الله ﷻ په زوره څه وکړي، بلکې هر څه په خپله خوښه کوي. متفق عليه

۶- په غم او ښادۍ دواړو حالتونو کې دعا‌ء کول: رسول الله ﷺ فرمايي: که څوک غواړي چې د سختيو او غم پر مهال يې دعا قبوله شي نو د ارامې او پراخۍ (خوشالۍ) په وخت کې دې ډيرې دعاء ګانې کوي. رواه الترمذي.

نيک بنده خپل رب په ټولو حالتونو او وختونو کې پيژني، او په ټولو حالتونو کې خپل رب ته دعاء کوي، په خوشالۍ اوخفګان کې، په تنګۍ او پراخۍ کې، په صحت او مرض کې، په فقر او غنا کې، څوک چې داسې وي نو کله چې په سختيو او مصيبونو کې راګير شي الله ﷻ به يې هم اوريدونکی، ورته نزدې، او دعاء قبلونکی او همکار وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x