افغانستانخبرونه

ناپيژاندو وسله والو د سترې محکمې اداري رئیس وسیم کشاف ووژلو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سترې محکمې اداري رئیس قاضي محمدوسیم کشاف تیره شپه د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د نوموړي د کورنۍ غړو ددې خبر په تایید سره ویلي، چې قاضي محمدوسیم کشاف تیره شپه د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو په کمین برابر شوی، چې له امله یې نوموړ ی ځای په ځای وژل شوی دی.

په دغه برید کې له نوموړي سره د هغه بل ورور او د ننګرهار د امنیه قومندانۍ نظامي څارنوال محمدبلال، اوښی بهادر اسماعیل او د کرکټ ملي ټیم لوبغاړی رحمت شاه زرمتي په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان د علماوو شورا مشر قیام الدین کشاف
د افغانستان د علماوو شورا مشر قیام الدین کشاف

قاضي محمدوسیم کشاف د افغانستان د سترې محکمې اداري رئیس او د افغانستان د علماوو شورا د مشر قضاوت پوه قیام الدین کشاف ځوی دی؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې نوموړی څرنګه او د چا لخوا وژل شوی دی.

باید وویل شي، چې څارنوال محمدوسیم کشاف درې کاله وړاندې د ۲۰۱۷م کال اګست میاشت کې د کابل ښار سلیم کاروان ښارګوټي په واده هال کې د لفظي شخړې نه وروسته د پوځ یو متقاعد افسر په ډزو وژلی ؤ، چې د هغه د پلار قیام الدین کشاف په منځګړیتوب دغه دوسیه د کورنیو چارو وزارت لخوا وتړل شوه.

د کورنیو چارو وزارت د هغه وخت ویاند نصرت رحیمي هم دغه پېښه تایید کړې وه او څرګنده کړې یې وه، چې د پوځ د وژل شوي افسر څخه اووه تنه ځامن پاته دي، لیکن په دې هکله یې د زیاتو معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه ،
د جاسوسی شبکو پلان په اساس.روژه میاشت د علماوو قتل کولو میاشت ده،خارجی جاسوسی شبکو پروسږ کال الحاج مولانا ریحان صاحب د مقتدیانو سره په روژه کی شهیدان کړل.
او سږکال روژه کی هم کشاف صاحب،
پرون عارف وزیر جاسوسی شبکو شهید کړ،او ڼن کشاف صاحب.
افغانستان کی هر څوک چه قتل کیږی شهید دی،مسولین یی جاسوسی شبکی دی .ځکه دا جګړه د جاسوسی شبکو شروع کړی،او د جګړی سوون توکی افغانان دی،
ټولو شهیدانو ته جنتونه.او کورنی ته یی د زړه صبر له الله ج څخه غواړم،

Popal

Allah di dasi jassosi Shabaki la deri ki chi dasi kasafatonna la di dunya wrak barakat barakat ist ta au Khudai chi da mashar au kasahar kashafan da alimano shakal lari ta da ma mashar kashaf kho qasam Pa khudai di Bollywood da hinduano da Cinema jadogari roal ta Kha jor da .

طوطی

ټول ته: د غمی پښتین تبصری کی کومه بده خبره ده چی منفی لایکونه ور کړل شوی دی؟ د هغه خبرو ته واضحه ده چی د جاسوسی شبکو پلویان او غړی منفی لایکونه ورکوی. هغه د مولانا ریجان او کشاف صیب وژنه غندلی چی دواړه عالمان ول#######

جمیل

چی پخپله قیام الکفر به کوم غازی څه وخت ور# کړی او د ## ته یی ورولبږی . هغه چی د رسول الله(ص) په وارثینو(علماو) ملنډی وهی ، هر ځای چی دا ## ناست وی دواړو څنکو ته یی ### ناستی وی . دی ### ته به مهلت ورکړه سوی وی چی د ګناهونو وزن یی نور هم ډیر سی . الله تعلی مو نور هم خوار او ذلیله کړه ، په دا سپینه ږیره یی اوسهم غاصب کفارو ته خوله وازه نیولی چی یوڅه مرداری پکښی ورواچوی . تباه او برباد دی وی ټوله علماء سوء چی دین په… نور لوستل »

Popal

Nan sahar la khoba rapasidam chi dasi khwandawar khabar mi tar stargo sha Ma wayal beshaka chi rooza da barakatoono miasht da au L au lomrai las wrazi ye rahammat di

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close